د افغانستان د خپلواکۍ د ورځي لمانځل په انځورونو کي
د افغانستان د خپلواکۍ ۹۷ کاليزه د دغه هیواد په کوټ کوټ کي په سترو او وړو جشنونو او اتڼونو سره ولمانځل سوه. د خپلواکۍد ورځي د لمانځلو مراسم په انځورونو کي.
د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ ډېر افغانان د شاه امان الله خان هديرې ته ورځي او د هغه و قبر ته د گلو گېډۍ ږدي. په دې انځور کي د ننگرهار ځيني زده کوونکي او د ښځو چارو رياست غړي ښکاري.
په جلال آباد کي د يوې ښوونځی زده کوونکي د مارش پر مهال.
د بازار په منځ کي اتڼونه. دغه ځوانان په جلال آباد کي سره راټول سوي او د افغانستان د خپلواکۍ ۹۷ کاليزه لمانځي.
د جلال آباد تقريباً ټول ښار د افغانستان په ملي بيرغونو پوښل سوی دی.
تيره ورځ په جلال آباد ښار کي د ځوانانو اتڼونه
د ښوونځيو زده کوونکي او فعالان د خپلواکۍ په ورځ د شاه امان الله خان مقبرې ته د گلو گېډۍ د وروړلو پرمهال.
په افغانستان کي اوس ډېری ځوانان د خپل هيواد د بيرغ له رنگه جوړ کالي اغوندي.
د افغاانستان د خپلواکۍ ۹۷ کاليزه په ځينو ولايتونو کي د اگست مياشتي پر ۱۷ نېټه په شخصي غونډو سره ولمانځل سوه. خو رسمي به د اگست پر ۱۸ نېټه لمانځل کیږي.
په جلال اباد کي د خپلواکي ورځي په وياړ د يوه ښوونځی د ماشومانو مارش.