1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د جگړې په اړه بدبيني

سيد رياض (AFP)۱۳۹۱ اسفند ۲۳, چهارشنبه

د امريکا متحده ايالاتو استخباراتو په يوه راپور کي ويلي دي، چي په افغانستان کې طالبان یوازې «له ځینو سیمو» څخه پر شا کړای شوي دي.

https://p.dw.com/p/17vtk
U.S. Army soldiers with Charlie Company, 36th Infantry Regiment, 1st Armored Division walk past a puddle at Command Outpost Pa'in Kalay, in Maiwand District, Kandahar Province, February 3, 2013. REUTERS/Andrew Burton (AFGHANISTAN - Tags: MILITARY CONFLICT)
Symbolbild Afghanistan USA Truppenabzugانځور: Reuters

د امريکا پوځ د طالبانو پر وړاندې پرمختګ او د افغان ځواکونو د روزلو په برخه کې تل مثبت نظر ورکړی دی، خو د متحده ایالاتو سنا ته د استخباراتو په وړاندې شوي کلني راپور کې په دې اړه ډیره خوشبیني نه ده ښکاره شوې.

استخباراتي سازمانو خبرداری ورکړی دی چې په راتلونکي کال کې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته به د لوېدیځ له خوا پر مرستو کموالی د افغانستان اقتصاد له رکود سره مخامخ کړي، په داسې حال کې چې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسئولیت سپارلو له امله د جګړې پرمختګ ښایي له ازمایښت او نازکه حالت سره مخامخ شي.

په دغه راپور کې راغلي دي: «موږ په دې نظر یو چې د افغانستان په ځینو برخو کې د طالبانو په مشرۍ وسله وال مخالفت له منځه وړل شوی دی، خو بیا هم د بیرته منظم کیدو توان لري او د متحده ایالاتو او نړیوال اهدافو ته ګواښ پیښولای شي.»

د متحده ایالاتو سنا ته دغه راپور د سه شنبې په ورځ «د ۲۰۱۳کال د مارچ میاشتې دولسمه» د امریکا د ملي استخباراتو د مشر جیمز کلېپر له لوري وړاندې شوی دی.

دغه رپوټ زیاتوي چې د طالبانو مشرتابه اوس هم د پولي بلې غاړې ته په پاکستان کې پټنځایونه لري «چې هغوی ته د خپل خوندیتوب د ویرې پرته د وسله وال مخالفت د ستراتیژیکې راهنمایې اجازه ورکوي.»

په نوموړي راپور کې زیاته شوې ده چې د امنیت په برخه کې پرمختګ په ځانګړې توګه په هغه ځایونو کې نازک دی چي په ۲۰۱۰کال کې د متحده ایالاتو زیات شمیر اضافي سرتیري ځای پر ځای شوي ول. دغه سیمې اوس افغان اردو او پولیسو ته د سپارلو په حال کي دي.

د متحده ایالاتو سنا ته وړاندې شوی دغه رپوټ وړاندې کاږي چې افغان ځواکونه په دې توانیدلي دي چې د حکومت تر کنترول لاندې سیمو کې د غټو ښارونو او سړکونو امنیت ټینګ کړي. خو د افغانستان هوایي ځواک چې د څرخۍ او کوچنیو الوتکو په واسطه د مجهز کیدو په هڅه کې دی یو څه پرمختګ کړی دی.

راپور د القاعدې ترهګرې شبکې په اړه وایي، چې د دغه ډلې نفوذ راکم شوی دی او یوازي تبلیغاتي پروپاګند کوي.

رپوټ زیاتوي، د افغانستان اقتصاد چې په تیرو کلونو کې یې په پرلپسې توګه وده کړې ده له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تر راوتلو وروسته یې د سستې ودې اټکل شوی دی.