د افغانستان د بیلابیلو قومونو د جامو ننداره
په افغانستان کې د مختلفو قومونو د جامو ننداره وړاندې شوه. دا په تیره لسیزه کې دریم وار دی چې په افغانستان کې د جامو «فیشن شو» نندارې ته وړاندې کیږي.
د المان د خبري آژانس د رپوټ له مخې څو ورځې تر مخه دغه فیشن شو، په پلازمېنه کابل کې تر سره شوو.
تر ۲۰ زیاتو مودلانو په دغه «فیشن شو» کې چې د افغانستان د بیلابیلو قومونو دودیزې جامې یې اغوستې برخه اخیستې وه.
دا په تیره لسیزه کې دریم وار دی چې د افغانستان په محافظه پالنه ټولنه کې، چې مرکزي حکومت لا هم له یاغیانو سره په جګړه کې دی دغه ننداره تر سره کیږي.
په دغه فیشن شو، کې شپږ ښځینه مودلانو هم برخه درلوده. هغه دودیز کالي چې په افغانستان کې د بیلا بیلو قومونو ښځې او نارینه یې اغوندي نندارې ته وړاندې شول.
په وروستیو کلونو کې د افغان میرمنې د تیر په پرتله په ټولنیزو فعالیتونو کې ونډه زیاته شوې ده.
په ۹۰یمه لسیزه کې کله چې د طالبانو واکمني وه، ښځو اجازه نه درلوده چې پرته له خپل محرم څخه له کوره ووځي.
خو څه په تیره لسیزه کې افغان میرمنو په بیلابیلو برخو کې ډیرې لاس ته راوړني لرلي دي.
په تیرو کلونو کې هم په افغانستان کې دغه ډول نندارې یا د جامو د معرفي کولو طرحې وړاندې شوي دي.
دا یو بل انځور دی چې په وروستیو کلونو کې د جامو د یوه ډیزاین د وړاندې کولو پر مهال په کابل کې اخیستل شوی دی.