د افغانستان د بهرنيو چارو وزير قطر ته سفر کوي
۱۳۹۰ اسفند ۲۰, شنبهاعلان
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمی رسول به په راتلونکي اونۍ کې د قطر هيواد ته سفر وکړي. دا خبره د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند د شنبې په ورځ په کابل کي کړې ده. ويل سوي دي چې افغان وزير به په قطر کي له طالبانو سره د سولي د خبرو په هکله د قطر د چارواکو سره خبري وکړي.