د افغانستان د استخباراتو رئيس په یوه بريد کي ټپي سوی دی
۱۳۹۱ آذر ۱۶, پنجشنبهاعلان
د افغانستان د ملي امنیت رئیس اسدالله خالد د پنجشنبه په ورځ په یوه برید کښي زخمي سوی دی. د حکومتي سرچينو په حواله د یوه بم په چاودنه کښي د ده د بدن کښته برخه زخمي سوې ده. چاودنه د افغانستان د استخباراتي ادارې په مېلمستون کښي هغه وخت رامنځته سوه، کله چي هغه مېلمنو ته ښه راغلاست ويل. خالد اوس روغتون ته لیږل سوی دی.