1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان خراب امنيتی حالت، ښوونځی ته د تللو په لارکی خنډ دی

حسن »بری«۱۳۸۴ آبان ۹, دوشنبه

دافغانستان بياودانول به له لسگونوکلونوکورنيواو روانوجگړووروسته ډيرکلونه لا دوام وکړی. ددايمی سولې اوپرمختگ لپاره افغانستان ترټولومخکی د زده کړې سم سيستم ته اړه لری. بې وزلۍ اوکورنيو جگړو بشپړنسلونه له زده کړې څخه بې برخی کړل. تراوسه لاهم ٥،١ ميليونه نجونې چی ښوونځی ته دتللوپه عمر کی دی، له زده کړې څخه بې برخی پاتی دی.

https://p.dw.com/p/DMs0
انځور: AP
دملگروملتونوله ماشومانوسره دمرستې دنړيوالې ټولنې، يونيسف، دآلمان دفدرالی جمهوريت دڅانگې ويانده، ميرمن هيلگا »کوون« وايی: »سړی بايد په ډاگه ووايی چی امنيتی حالت اوس هم د پخوا په شان يو ډيرلوی پرابلم دی. که خلک دخپل ځان او دخپلوماشومانو د امنيت له کبله ويره ولری، نو د بياودانولواو د ښوونځيو د سيستم د جوړولوکارطبعاً چی وروورو پرمخ ځی.«