1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان جګړه، امریکایی مالیه ورکوونکو ته ډیر دروند مالی پيټی دی

۱۳۹۰ اردیبهشت ۷, چهارشنبه

د امريکا متحده ايالاتو د 2011 مالي کال د بودجي په تصويب کي تر ټولو شخړه ايزه موضوع د افغانستان د جګړي لګښت ؤ. په دغي بودجي کي د سږ کال د جګړي لپاره 110 مليارد ډالره تخصيص شول

https://p.dw.com/p/114oN
په افغانستان کی امریکایي عسکر
په افغانستان کی امریکایي عسکرانځور: AP

دا په افغانستان کی د کړکیچ تر شروع کیدو وروسته د تیروټولو کلونوپه نسبت زیات مصرف وو. په عینی وخت کی د اوباما اداره هیله لري چی په روان کال کی په افغانستان کی د جګړی د لمن په رانغښتلو پیل وکړی.

ولسمشر بارک اوباما پلان لری چی سږ کال په دوبی کی د افغانستان څخه د خپلو عسکرو په را ویستلو شروع وکړي، خو کوم شمیر؟ دا کړنلاره لا تر اوسه روښانه نده. دا وخت په افغانستان کی 100.000 امریکایی عسکر شتون لری.

د کانګرس د بودجی دفتر (CBO) وايي چی په 2001 م کال کی پر امریکا تر حملو وروسته د طالبانو د راپرځولو لپاره په افغانستان کی د جګړی لپاره 386 ملیارده ډالر ځانګړی کړای شوي وو.

تر اوسه پوری د افغان پوځ او پولیس په روزنه او تجهیزاتو 38 ملیارده ډالر مصرف شوی دی، د دي مقصد دا وو چی کله بهرنی ځواکونه د افغانستان څخه را ووځي نو د طالبانو خلاف جګړه به دوي په خپل لاس کی واخلی.

خو ځینی اوسنیو پیښو لکه د کندهار د عمومی محبس څخه د 488 زندانیانو تیښته او په مزار شریف کی د ملګرو ملتونو پر دفتر تر حملی وروسته د افغان امنیتی ځواکونو وړتیا تر پوښتنی لاندی راوستی.

د کانګریس د بودجی دفتر زیاتوي چی په 2011 مالی کال کی به په افغانستان کی 110 ملیارده ډالر په مصرف ورسیږي چی دا د عراق په پرتله چی هلته 44 ملیارده ډالر په نظر کی نیول شوی، دوه چنده زیات دي.

په 2010 م کال کی افغانستان هله د لا قیمتي جګړی ډګر وګرځید کله چی د عراق څخه د پوځیانو په را ویستلو شروع وشوه او بارک اوباما افغانستان ته د نورو 30000 اضافی عسکرو د لیږلو فیصله وکړه.

په هر حال په تیرو کلونو کی د امریکا متحده ایالاتو په عراق کی د افغانستان په پرتله دوه چنده پیسی مصرف کړي. د کانګریس د بودجی د دفتر په حواله د 2003 م کال څخه را پدیخوا کله چی امریکا په عراق کی جګړه پیل کړه نو په مجموعی توګه 752 ملیارده ډالر په مصرف رسیدلي، که دا د افغانستان سره پرتله شی نو د 2001 م کال څخه راپدیخوا په افغانستان کی 386 ملیارده ډالره تر اوسه مصرف شوي.

دغه دفتر زیاتوی که په افغانستان کی او عراق کی تر سره شوي عملیات او یو څه نور مصرفونه سره یو ځای شی نو په دواړو جګړو کی تر اوسه امریکایی مالیه ورکوونکو 1.26 تریلیون ډالر ور کړي دي.

د اوباما د اداری لخوا « په ملکی ساحه کی د ثبات ستراتیژی» د یوی برخی په توګه دتیرو کلونو په پرتله په پرمختیایي مرستو کی ډیروالی راغلی. د دغی مفکوری تر شا د لمړنیو مرستو او اقتصاد ته وده ورکول دی. تر څو افغانان احساس کړی چی دوی د طالبانو په نسبت د افغان دولت سره ښه راتلونکی په مخ کي لري.

د اوباما د اداری لخوا د 2012 کال د پاره د نورو 4.3 ملیاردو ډالرو غوښتنه شوی وه، خو د امریکا د ځینو قانون جوړونکو لخوا کوشش شوی وو چی د هیواد د باندی مرستی غوڅي کړی تر څو د امریکا د متحده ایالاتو دولت د بودجی د کسر څخه وژغوري، خو په افغانستان کی د ناټو ځواکونو عمومی قوماندان جنرال ډیوډ پیټریاس خبرداری ورکړی وو چي د پوځونو تر څنګ د ملکی وګړو لپاره په مرستو کی هر ډول کموالی به ټول ماموریت د خطر سره مخامخ کړی.

د کانګرس د پلټنو څانګه (CRS) وایی چی په افغانستان کی د عسکرو کلنی مصرف هر کال مخ پر ډیریدو دی. تر 2009 م کال پوری د یو عسکر کلنی مصرف 507.000 ډالره وو چی په 2009 م کال کی 667.000 او په 2010 م کال کی بیا دا 697.000 ډالرو ته لوړ شو.

د کانګرس د پلټنو په راپور کی راغلی چی افغانستان ته د اضافی عسکرو لیږل د دی سبب شوی چی دا مصرف دی دومره لوړ شي، ددی سربیره په پوځی عملیاتو کی ډیروالی او پوځی زیر بناوو جوړول هم د دغه مصرف د ډیروالی لامل شوی.

د بل اړخه په راتلونکی وخت کی هم د جنګ مصارف په ډاګه نه دی، ځکه دا نده معلومه چی په افغانستان کی څومره عسکر پاتی کیږي. بارک اوباما ویلی چی غواړی د 2011 م کال تر نیمایی پوری به د افغانستان څخه د خپلو عسکرو په را ویستلو شروع وکړی، خو ویلی يي دي چی دا مسأله هم پر ځینو شرایطو پوره اړه لری.

په نږدی وخت کی به د عراق د جګړی لګښت په چټکه توګه راټیټ شی، که چیری د پلان شوی مهال ویش له مخی په عراق کی پاتی 47000 امریکایی عسکر د دی کال تر پایه راووځي.

اژانسونه/ سید ریاض

کتونکی/ قاسم نوری