د افغانستان بانک نوی مشر وپیژندل شو
۱۳۹۰ آذر ۴, جمعهنورالله دلاوري په دغه برخه کې د څو لسیزو کاري تجربه لري. په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو د رژیم د راپرځیدو د مخه هغه د امریکا په متحده ایالاتو کې په تجارتي بانکونو کې دنده تر سره کوله.
هغه د ۲۰۰۴م کال څخه تر ۲۰۰۷م کاله پوري هم د افغانستان د مرکزي بانک د مشر په توګه دنده تر سره کړې. نوموړي پوست ته د هغه د نومولو وروسته په پام کې ده چې هغه به د افغانستان د استخباراتي ادارې د مشر سره یو ځایې د اعتماد د رایې لپاره د شنبې په ورځ پارلمان ته ور وپیژندل شي.
د افغانستان د مرکزي بانک پخواني مشر، عبدالقدیر فطرت، د روان کال د جولای په میاشت کې له دې امله له خپلې دندې استعفا وکړه وه چې د هغه په وینا ديوالي شوي کابل بانک د دوسیو د څیړلو له امله د هغه ژوند د خطر سره مخامخ شو.
د کابل بانک دیوالي کیدو نه یواځې په میلیونونو ډالر تاوان واړوه بلکه د نړیوال وجهي صندوق لخوا افغانستان سره مالي مرستي یې هم ودرولي.
د اکتوبر په میاشت کې د افغانستان پارلمان په یوه سخت اقدام لاس پورې کړ او موافقه یې وکړه چې د افغانستان مرکزي بانک د کابل بانک پورونه ادا کړي. د روان کال د نومبر د میاشتې په نیمایې کې نړیوال وجهي صندوق افغانستان ته د پور ورکونې پروګرام تأید کړ چې په دې سره اړیکې بیرته وغځول شوې.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش