1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او ګاونډيو هيوادونو تر منځ د سيمه ايزي همکارۍ کنفرانس

۱۳۸۷ آذر ۲۴, یکشنبه

د نړۍ د سترو ځواکونو لوړ پوړي چارواکي نن په پاريس کي سره جرګه سوي تر څو پر هغو لارو چارو باندي خبري وکړي چي څرنګه افغانستان له روان کړکېچ څخه وژغوري.

https://p.dw.com/p/GFs4
په پاريس کي د ايفل برج
په پاريس کي د ايفل برجانځور: picture-alliance / dpa

د فرانسې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند Eric Chevallier وویل:« د دغه کنفرانس موخه دا ده ترڅو د سیمه ایزو همکاریو پر مشخصو لارو چارړو باندي خبري وسي، هغه که دا سیمه ایزي همکارۍ په سیاسي مسایلو یا امنیتي موضوعاتو او یا هم اقتصادي اړیکو پور اړه نیسي.»

پر پاکستان باندي تور لګول کیږي چي د افغانستان خواته د طالبانو د تیریدو په مخ نیوي کي پاته راغلی دی، څرنګه چي پدې وروستیو ورځو کي د ناټو پر اکمالاتي کاروانونو باندي حتی د پاکستان په دننه کي د هغوی حملې تندي سوي دي.

د کنفرانس د پيل څخه د مخه چي لکه په پاريس کي چي زموږ خبريال خبر راکوي د تړل سوو دروازو تر شا نن سهار پر نهو بجو پرانیستل شو، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي د خپل هیواد او افغانستان تر مینځ اړیکو ته په اشارې سره خبریالانو ته وویل:«اوس د افغانستان او پاکستان د مشریو تر منځ اعتماد زیات سوی دی». هغه یادونه وکړه:« موږ د افغانستان او پاکستان تر منځ یوه سمه د لاري تعریف سوې نقشه لرو، خو غواړو چي پدې برخه کي نور لوبغاړي هم زموږ سره یوځای سي.»

له قریشي څخه پوښتنه وسوه چي، ولي د طالبانو حملې تندي سوي دي،هغه په جواب کي وویل:« دا په قبایلي کمربندکي د پاکستان د حکومت او پوځ د اغیزمنو عملیاتو په وړاندي غبرګون دی.»

د جمهورريیس زرداري، تر مشرۍ لاندي د پاکستان له نوي حکومت سره د افغانستان اړیکي هم ښيې سوي دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، رنګین داد فر سپنتا، چي د پاریس په غوڼده کي له قریشي سره یوڅای ګډون لري، د آلمان ږغ راډیو ته په یوه مرکه کي وویل: پر ډیرو موضوعاتو او بیا په خاصه توګه له تروریزم سره په مبارزه کي زموږ او د پاکستان دریځ یو دی، او دا د پاکستان د اوسني او پخواني حکومت ترمنځ د توپیر نښانه ده.»

خو دغه کنفرانس به د دې لپاره هم لاره اواره کړي چي هغه هيوادونه چي په خپلو منځوکي سره تاوتريخوالی لري، یو د بل سره خبرو اترو ته کښېني. د بيلګي په توګه د پاکستان د بهرنيو چارو وزير، شاه محمود قريشي به په يوه کوټه کي د هند د بهرنيو چارو د وزير له مرستيال،اناند شرما سره خبرو اترو ته کښيني. همدا راز انتظار کیده چي د پاريس په غونډه کي د امريکا د متحدو ايالاتو د جنوبي اسيا په چاروکي د بهرنيو چارو د وزير مرستيال، ريچارد بوچر، د متحده ايالاتو د دښمن هيواد، ايران د بهرنيوچارو وزير منوچهر متقي، سره په دې کنفرانس کي د یوه میز تر شا سره کښېني.

په پاريس کي د افغانستان لپاره د مرستو د راټولولو کنفرانس پر وخت حامد کرزی د فرانسې د جمهوررييس نيکولای سرکوزي سره
په پاريس کي د افغانستان لپاره د مرستو د راټولولو کنفرانس پر وخت حامد کرزی د فرانسې د جمهوررييس نيکولای سرکوزي سرهانځور: AP

خو د فرانسوي چارواکو د ویناوو له مخه ایران له دې څخه ډه ډه کړې چي خپل د بهرنیو چارو وزیر، متقي دغه کنفرانس ته واستوي. د یوې سر چینې د معلوماتو له مخه حتی په فرانسه کي د ایران سفیر هم د غونډي په پرانیستلوکي شته والی نه درلود. د ایران د لوړ پوړي پلاوي نه ګدون ښايي د تهران او پاریس وروستۍ خړي پړي سوي اړیکي يې لامل وي.

له ایران سره د فرانسې اړیکي د څو ورځو را پدې خوا وروسته له هغه خړي پړي سوي چي جمهور رییس سرکوزي، د اسراییلو پرضد د تهران پر ګواښونو باندي نيوکي وګړې. سرکوزي ویلي دي. چي د هغه لپاره ډیره سخته ده هغه چا ته لاس ورکړي چي له نقشې څخه د اسراییلو د ورکولو اراده لري.

فرانسوي چارواکو وويل، د پاریس د کنفرانس موخه داده چي د افغانستان ګاونډ يان په خاصه توګه پاکستان او ايران تشويق سي ترڅو د افغان حکومت سره د سولي په ټينګښت کي مثبت رول ولوبوي.

ډیری طالب اورپکي چي د افغانستان په دننه کي د بهرنيو او افغان ځواکونو پر خلاف جنګیږي، د پاکستان په خاوره کي هډې لري. له بلي خوا امریکايي چارواکي ایران هم تورنوي چي ځینو ډلو ته وسلې استوي.

د پاریس په کنفرانس کي د ایران د لوړ پوړي پلاوي نه ګډون ښايي هغو انتظارونو ته چي د افغانستان او د هغه د ګاونډویو تر منځ سیمه ایزي همکارۍ پراخه سي،یو ګوزار وي.

فرانسوي چارواکو هم دپاریس له دې کنفرانس څخه په سیمه کي د پرمختګ لپاره ډیري زیاتي هيلي نه دي ورکړي، او ويلي يې دي ترهغه پوري چي د متحدو ایالاتو نوی جمهور رييس بارک اوباما، د جنورۍ پر شلمه د سپيني ماڼۍ واګي په لاس کي اخلي ښايي په پاليسي کي د کوم نوي شي لپاره تصمیم ونه نيول سي.

په دغه کنفرانس کي د افغانستان نور ګاونديان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، چين او روسيه هم ګډون لري. دغه کنفرانس تر نن ماښام پوري دوام کوي. کله چي د کنفرانس برخه وال د ماښام مېلمستيا ته راټوليږي،د آسټراليا، هالنډ، جاپآن، قزاکستان، قرغزستان، پولنډ، سعودي عربستان، هسپانيې، ترکيې او د عربو د متحده اماراتو استازي هم د هغوی سره په مېلمستيا کي يوځای کيږي.