1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او پاکستان لپاره بايد د يوې ګډي ستراتيژۍ څخه کار واخستل سي

۱۳۸۸ آذر ۸, یکشنبه

دپاکستان لمړي وزير یوسف رضا ګیلاني لويدیځ والو ته ددي وړانديز کوی چی دافغانستان او پاکستان په ګډو پولو کي دطالبانو په ضد دمبارزي دپاره ديوۍ ګډي ستراتيژي څخه کار واخلی...

https://p.dw.com/p/KkWF
د پاکستان لومړی وزير يوسف رضا ګيلاني
د پاکستان لومړی وزير يوسف رضا ګيلانيانځور: AP

ګيلاني دغه خبره دآلمان دخبر رسولود آژانس dpa سره آلمان ته دخپل لمړي سفر په درشل کي ديوي مرکي به ترڅ کی کړيده . ګیلانی پخپله دغه مرکه کی وايی هر هغه پاليسی چي په هغه کی دپاکستان ځانګړی شرايطو ته پاملرنه ونشی هغه به په پاکستان کی بي ثباتي رامنځ ته کړی او مونږ په ډاګه سره په افغانستان کي دامریکايي عسکرو دزیاتولو په اړه خپلی انديښنۍ ښودلی . ګيلاني وايي زمونږ ويره او انديښنه په دی کي ده چي که چيری په افغانستان کی دامريکايي عسکرو شمير زيات کړاي شی ، نو امکان لري چی ډير شمير تند لاري له افغانستان څخه دپاکستان په لور راواوړی .

دپاکستان لمړی وزير ګيلاني چي سبا دیوه څلورو ورځنۍ سفر په نيت آلمان ته راځی پخپله مرکه کی وايی چی « دامریکي دمتحده ایالتونو حکومت بايد دافغانستان او پاکستان په ګډو مسايلو کی له پاکستانه دسلا مشوری دپاره په اصطلا يوه کروکی يا roadmap وړاندی کړي .»

« مونږ بايد په دی ډول سره ګډکار وکړو چی زمونږ فعالیتونه يو دبل متمم وی نه داچی ديوبل دپاره دبي ثباتیو سبب شي » ،

دپاکستان لمړی وزير يوسف ګيلانی دغه خبره يوه ورځ مخکی له دی څخه کوی چی دامريکي دمتحده ايالتونو ولسمشر بارک اوباما به دافغانستان په هکله دخپل نوی ستراتيژي په اعلامولو سره ووايي چي غواړی افغانستان ته خپل ۳۰۰۰۰ نور عسکر هم واستوی تر څو چی په افغانستان کي دطالبانو دزرو زياتيو دلمن دپراخيدلو مخه ونيسی .که څه هم چی د طالبانوواکداري د ۲۰۰۱ میلادي کال دپاي راهيسی به افغانستان کی باي ته رسيدلی خو په همدی روان ميلادی کال کی ددوی دفعالیتونو لمن په افغانستان کی ډیره پراختیا موندلی .

خو داچي افغانستان ته بايد زیات عسکر واستول شی ، په دی موضوع کی دناتو ټول غړی هیوادونه دامریکایانو سره هم غږی ندی . مثلا آلمان چی همدا اوس دنړیوال سوله ساتونکی ځواکونو په کتار کي يی ۴۵۰۰ عسکر په افغانستان کی ځاي په ځای دی ، په دی مساله کی چی افغانستان ته دی خپل نور عسکر هم واستوی تر اوسه کومه پريکړه نده کړی .

په داسی حال کي چي په لويدځو هیوادونو کی دافغانستان له مسالی سره چي داتو کالو راهيسي هلته هم بهرنی ځواکونه دسولی او ثبات دساتني دپاره عملیات کوی او هم له دغه هیواده سره په پراخه پیمانه مرستی هم شوی ، بیاهم هلته نه دطالبانو مقاومت مات شوی او نه په دغه هیواد کی ددیموکراسی او ثبات په لاره کی اساسي ګامونه اخيستل شوی ، علاقه مندی ورځ په ورځ کمیږی ، دپاکستان برخلیک دافغانستان له لانجی سره په اصطلا نغښتی دی ځکه دپاکستان کورنی ثبات له دغي موضوع سره تړلۍ .

که له يوي خوا طالبان له آيدیالوژی پلوه دپاکستان دتندلاروډلو سره تړاو لری له بله پلوه د سپتمبر د ۱۱ نيټۍ دتروريستي بیښی نه وروسته په افغانستان باندی دامریکایانو دهوايي عملیاتودپيل نهو روسته ، په زرهاو تنه دطالبانو او دالقاعدی دډلي جنګيالان دپاکستان قبايلی سیمو ته تښتيدلۍ دی او په روان وخت کی له ۱۲۰۰۰۰ نه زیات پاکستانی عسکر په قبايلی سيمو کی دتند لار طالبانو او نورواسلامي ډلو سره په جګړويا دګډو بولو په څارنه بوخت دی .

او داچي لويدیځ هیوادونه پاکستان ته له دي امله ګوته نيسي چی دوي دافغانستان او پاکستان په ګډو پولو کی دزړه له کومی فعاليت او عمل نه کوی ، به دی هکله دپاکستان لمړی وزير ګيلانی وايی چی مونږ پخپل ټول طاقت سره دترهګری په ضد په مبارزه بوخت یو خو ددغه پارتيزانی ډلو سره دمقاومت دپرمخ بيولو دپاره دي ته اړ یو چی نړیواله ټو لنه زمونږ دامنیتی ظرفیت دپیاوړی کولو سره له مونږ سره مزسته وکړی .

dpa/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل