د افغانستان او پاکستان له پاره د آلمان ځانگړی استازی بدلیږي
۱۳۹۰ بهمن ۲۱, جمعهویل شوي دي چي د میښایل شتاینر پر ځای به په پاکستان کي د آلمان اوسنی سفیر میښایل کوخ، وټاکل شي.
د آلمان بیلد ورځپاڼي د نوموړي هیواد د بهرنیو چارو د وزارت د یوي سرچينی په حواله ویلي دي چي له کابو دوو کلنو څخه وروسته، شتاینر خپل اوسنی ماموریت پای ته رسوي. د ورځپاني په رپوټ کي د هغه د استعفاء د پریکړي په هکله نور جزئیات نه دي بربڼد شوي.
میښایل شتاینر ۶۲ کاله عمر لري او د آلمان له ډیرو مهمو دیپلوماتانو څخه دئ. هغه د خپل ماموریت په موده کي د نورو مهمو کارونو د تر سره کولو سر بیره د تیر میلادي کال په پای کي په بن کي د افغانستان د نړيوال کنفرانس بندوبست کړی وو.
د سوسیال دیموکرات او د شنو د ګوند د ائیتلافي حکومت په دوره کي شتاینر د وخت د صدارعظم ګیرهارد شرویدر، د بهرنیو چارو مشاور وو.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو وسترویله د شتاینر له خدمتونو څخه ستاینه او قدرداني وکړه. وستر ویله وویل: «دغه دیپلومات د خپل ماموریت په دوره کي ستر خدمتونه وکړل.»
خو دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چي وروسته له دې به د آلمان دغه مشهور دیپلومات په کومي دندې وګمارل شي.
د آلمان د خبری آژانس په یو رپوټ کي ویل شوي دي چي د شتاینر د ځای نیونکي په توگه په اسلام آباد کي د آلمان اوسنی سفیر میښایل کوخ، په پام کي نیول شوی دئ. دغه ديپلومات چی ۵۶ کاله عمر لري او له ۲۰۰۸ کال راهیسي د نوموړی سفارت مسوولیت پر غاړه لري.
له ۲۰۰۴ کال څخه تر ۲۰۰۸ کال پوري کوخ چي په قضایي چارو کي ډاکتري لري، د آلمان په بهرنیو چارو وزارت کي د افغانستان د ځانګړې څانګي مشري په غاړه درلوده. له دې مخکي هغه په امریکا متحده ایالاتو، هند او برما (میانمار) کي د آلمان په سفارتونو کي دنده تر سره کړې ده.
عبدالباري حکیم (د آلمان خبري آژانس)
کتونکی: مسعود جهش