1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او پاکستان د پاره د القاعدې مشر وژل سوی

۱۳۸۹ مهر ۷, چهارشنبه

پاکستاني چارواکو وايي چي د هغه هيواد شمال لوېديځ کي د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په يو بريد کي د پاکستان او افغانستان د پاره د القاعدې د تروريستي شبکې مشر شيخ فاتح وژل سوی دی.

https://p.dw.com/p/PPQJ
شيخ فاتح د روان کال د می په مياشت کي د خپل وطندار مصطفي ابواليزيد ځای ناستی سو.
شيخ فاتح د روان کال د می په مياشت کي د خپل وطندار مصطفي ابواليزيد ځای ناستی سو.انځور: picture alliance / dpa

فرانس پريس خبري آژانس د پاکستاني چارواکو د خولې ليکي چي د افراطيانو دغه مشر د شنبې په ورځ د افغانستان پولي ته نږدې په شمالي وزيرستان کي وژل سوی دی.

د آژانس په خبره شيخ فاتح د خپلو درو نورو ملګرو سره په يوه پيک آپ موټر کي په نښه سوې ول.

د افغانستان او پاکستان د پاره د القاعدې د تروريستي شبکې دغه مشر خپل ځان عبدالرزاق نوماوه.

شيخ فتح د روان کال د می په مياشت کي د خپل وطندار مصطفي ابواليزيد ځای ناستی سو.

يزيد هم د می په مياشت کي د امريکا د بې پيلوټه الوتکي په يو ورته بريد کي ووژل سو.

يزيد په مجموع کي د القاعدې شبکې دريم سړی و او ډير وخت يې د دغه تروريستي شبکې د مالي چارو مسؤليت په غاړه و.

د پاکستان شمال لوېديځه غرنۍ سيمه د هغه هيواد د حکومت تر کنترول وتلې او د راپورونو په اساس د تروريستانو او د افغانستان څخه د په تېښتي طالبانو په پنا ځای ګرځېدلې.

شمالي وزيرستان پدې وروستيو کي هر وخت د امريکا د متحده ايالاتو د بې پيلوټه الوتکو تر بريدونو لاندي دی.

د ۲۰۰۹ کال د اګست د مياشتي راهيسي پدې سيمه کي د بې پيلوټه الوتکو په شاوخوا ۱۲۵بريدونو کي تقريباً ۱۰۰۰ تنه وژل سوي دي.

د امريکا استخاباراتي ادارې CIA او د هغه هيواد د دفاع وزارت د پاکستان په دغه سرحدي سيمه کي په وروستۍ مياشت کي بمبارۍ ډيري کړي دي.

يوازي د سپتمبر د مياشتي د پيل راهيسي په دغه ډول بريدونوکي شاوخوا ۱۲۰ تنه ياغيان وژل سوي دي.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم