1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سيمي کي د شخړي وروستی حال

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۵, جمعه

افغان او پاکستاني چارواکو یو پر بل باندي د ملکي کسانو د وژنې تورونه لګولي. دغه تورونه تر هغه وروسته ردو بدل شوي دي چې د دواړو هیوادونو امنیتي ځواکونو یو پر بل باندي په سپين بولدک ولسوالۍ پوري مربوطو سیمو کي ډزي وکړې.

https://p.dw.com/p/2cTVE
Chaman Pakistanisch-afghanische Grenze geschlossen
انځور: picture alliance/ZUMAPRESS.com

چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل سوي دي. د وژل شویو کسانو په ډله کې د پاکستاني پوليسو په خبره ۹ ملکيان د دوی اړخ ته او د افغان امنيتي ځواکونو له خوا په ورکړل سوو معلوماتو کي۴ امنيتي ځواکونه وژل سوي دي. ويل سوي دي چي په دواړو اړخونو کي ۸۲ کسان نور ټپيان سوي دي.

په پاکستان کي د يوه روغتون ډاکټر رسنيو ته ويلي دي چي په دغه پيښه کي ۶ امنيتي ځواکونه او۳۹ ملکيان ټپيان سوي دي.

افغان چارواکو بيا ويلي دي چي د دوی ۱۴ امنيتي ځواکونه او ۲۶ ملکيان ټپيان سوي دي.

د کندهار ولایت ویاند صمیم خپلواک، ویلي دي چې د پاکستان د سرشمیرنې چارواکي د افغانستان خاورې ته ننوتي ول او هلته یې میشت افغانان شمېرل. په پاکستان کې د سرشمیرني ادارې له چارواکو سره پوځیان هم مل ول.

د کندهار ولایت د امنيې قوماندان عبدالرازق، تر دې مخکي ویلي ول چې د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې یو ملکي افغان وژل شوی او ۱۷ تنه افغان سرتیري ټپیان دي. رزاق روښانه کړې ده چې خپلو پوځیانو ته یې ویلي ول چې تر هغه وخته پوري ډزي و نه کړي چې ورباندې د پاکستانیانو له خوا فیر نه وي شوی.

خو د پاکستان پوځ او د بهرنیو چارو اداره بیا ټینګار کوي چې هغوی تر سرشمیرنې مخکې افغان چارواکو ته خبر ورکړی وو. دغو چارواکو روښانه کړې ده چې د ډزو په پایله کې د پاکستان اړخ ته اووه ملکیان وژل شوي او ۳۳ تنه نور ټپیان دي. په ټپیانو کې څلور نیمه پوځیان هم شامل دي.

خو د کندهار امنيې قوماندان نن په کندهار کې رسنيو ته وويل: «موږ پاکستاني لوري ته وختي لا خبر ورکړی وو چې د سرشمېرني له پاره اجازه نه لري چې زموږ اړخ ته راتير سي. خو دوی تيره شپه ۳ بجې او ۴۵دقيقې تر صفري نقطې راتير سوي ول او زموږ سرحدي ځواک له درو څلورو ورځو راهيسي ځای پر ځای وو او جنگ وسو. موږ د دې له پاره امادگي لرله.»

په اسلامي آباد کې د بهرنیو چارو ادراې یوې ویاندي ويلي دي: «پاکستان حق لري چې ځوابي اقدام وکړي که افغانستان داسې تدابیر و نه نیسي چې په پایله کې دغه پاروني ختمي شي.»

پاکستاني چارواکو د جمعې ورځې تر پیښې وروسته د چمن سرحدي دروازه تړلې ده. په عین حال کې په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت چارواکي هم د توضیحاتو ورکولو په موخه غوښتل شوي دي.

د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې افغانستان باید داسې اقدامات وکړي چې دغه شان پیښې د تل له پاره ودرول شي.

په وروستیو وختونو کې د کابل او اسلام آباد اړیکې ډیري خرابې شوې دي. دواړه هیوادونه یو پر بل باندې د خپلو مخالفینو د ملاتړ تور لګوي او دواړه هیوادونه بیا پر ځان باندي لګیدلي تورونه په کلکه ردوي.