د افغانستان او نړۍ مهم خبرونه په انځورونو کې
په پغمان کې یوې چاودنې څلور تنه ووژل
د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې یوه موټر بم ځانمرگي برید څلور تنه وژلي او تر ۳۰ زیات یې ټپيان کړي دي. د کابل ولایت د پولیسو ویاند عبدالله کریمي وویل چې د برید هدف د ولسوالۍ ودانۍ وه. د وژل شویو څخه دوه تنه یې پولیس او دوه نور ملکي وگړي دي.
د سوریې ولسمشر وايي اروپایانو پخپله د کډوالو ستونزه رامنځته کړې
د سوریې ولسمشر بشارالاسد پر اروپایانو تور لگولې چې هغوی په سوریې کې د ترهگرو له ملاتړ سره په خپله د کډوالو کړکیچ رامنځ ته کړی. له روسي ژورنالستانو سره د مرکې پر وخت اسد زیاته کړه چې اوس په سوریه کې د ترهگرۍ سره جگړه یې اصلي دنده ده.
آلمان په مدیترانه سمندرگي کې د خپل پوځ ماموریت پراخوي
د آلمان کابینې په مدیترانې سمندرگي کې د قاچاقچیانو پر ضد د دغه هیواد د پوځي ماموریت د پراخولو پریکړه وکړه. په راتلونکې کې به تر ۹۵۰ سرتیري په مدیترانه کې د قاچاقبرانو د کښتیو د درولو او له منځه وړولو دنده پر غاړه ولري. تر اوسه د اروپايي ټولنې پوځي عملیات یوازې د معلوماتو د راټولو او د مهاجرو تر ژغورولو پورې محدود وو.
نتنیاهو د سوریې پر وصغیت د خبرو په موخه مسکو ته سفر کوي
اسرائيلي صدر اعظم بنیامن نتنیاهو، د سوریې پر وضعیت د بحث په موخه په راتلونکې اوونۍ کې مسکو ته سفر کوي. د لومړي وزیر د دفتر له خوا ویل شوي چې نتنیاهو غواړي له ولسمشر پوتين سره په دښمن گاونډي هیواد سوریه کې د روسیې د مخ پر ډيریدونکي پوځي حضور په اړه خبرې اترې وکړي.
ملگري ملتونه په سریلنکا کې د یوې ځانگړې محکمې غوښتنه کوي
ملگرو ملتونو په سریلانکا کې د جنگي جرمونو د تعقیب په موخه د یوې ځانگړې محکمې غوښتنه کړې. د ملگرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیسار زید رعد حسین، وویل چې د دغه محکمې قاضیان او وکیلان هم نړیوال او هم باید سریلنکايي وي.
کروشیا مهاجرو ته لویدیځې اروپا ته د تگ اجازه ورکوي
د کروشیا صدراعظم زوران میلانکویچ ویلي چې دغه هیواد ته رسیدونکو کډوالو ته به اجازه ورکړی چې د لویدیځې اروپا په لور خپل سفر ته دوام ورکړي. میلانکویچ تایید کړه چې تیره شپه دغه هیواد ته له صربستان څخه ۱۵۰ تنه رسیدلي دي.
د امریکا په اوتا کې سیلابونو مرگ ژوبله اړولې ده
د تازه معلوماتو پر اساس پرله پسې سیلابونو د امریکا په اوتا ایالت کې لږ تر لږه ۱۶ انسانان وژلي چې شپږ ماشومان هم په کې شامل دي. په کوچني ښار هلدیله کې په موټرو کې سپرې دوه کورنۍ سیلاب له ځان سره وړي. د لاس ویگاس شمال ختیځ لوري ته د «زیون» په پارک کې څلور پياده گرځيدونکي په یوه تنگي کې اوبو ډوب کړي دي. څلور نور کسان همدغلته لا درکه دي.