د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اورگاډي پټلۍ بشپړه سوه
۱۳۹۵ آبان ۱۲, چهارشنبهد افغانستان اقينې بندر ته د اوسپني ټلۍ دغي ۸۸ کيلومتره لاري ۸۵ کيلومتره برخه د ترکمنستان په خاوره کي او درې کيلومتره ئې د افغانستان-ترکمنستان په گډ سرحد کي د امام نظر او اقينې بندر ترمنځ ده.
د ترکمنستان د دولتي آژانس د راپور له مخي تمه کيږي چي د دغي پټلۍ په پرانيستلو سره به په امام نظر گمرک کي د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د نفتي موادو په سوداگري کي د پام وړ زياتوالی راسي.
له دې لاري به له ترکمنستان څخه نفتي مواد، مايع گاز، سمنت، غنم، د پنبه دانې غوړي، وړۍ او داسي نور صادريږي. او له بله اړخه به د افغانستان له لاري ترانزيت ترکمنستان مېوه رسږي.
آتامرات – امام نظر – آقينه، لار د ترکمنستان – افغانستان – تاجيکستان ترمنځ د اورگاډي پټلۍ د غځولو پروژې يوه برخه ده.
د آتامرات – امام نظر – آقينه او اندخوی په نوم دغي ۱۲۰ کيلومتره اورگاډي پټلۍ پر غځولو باندي افغانستان او ترکمنستان د ۲۰۱۱م کال په می مياشت کي سره پر سلا سول.
د ۲۰۱۳م کال په مارچ مياشت کي بيا د افغانستان، تاجيکستان او ترکمنستان جمهور رئيسانو په عشق آباد کي د آتامرات-امام نظر-آقينه-اندخوی- کښته پنج ترمنځ د ۴۰۰ کيلومتره اورگاډي پټلۍ د غځېدو تړون لاسليک کړ. د دغي پروژه مالي لگښت ۴۰۰ ميليونه ډالره اټکل سوی دئ.
له آتامرات څخه تر امام نظر گمرک پوري د اورگاډي پټلۍ د جوړلو کار په ۲۰۱۳م کال کي پيل سوی وو. تر اوسه يوازي ترکمنستان پخپل لگښت د افغانستان تر اندخوی بندر پوري د پټلۍ غځولو چاري پيل کړي دي. له ۲۰۱۴م کال راهيسي بيا له اندخوی څخه د افغانستان په خاوره کي تاجيکستان ته د اورگاډي پټلۍ د غځېدو چاري پيل سوي دي.
نور مطالب: