1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او ایران تر منځ سرحدی نښته پر څه رامنځ ته شوه

۱۳۹۰ مهر ۲۱, پنجشنبه

د نیمروز ولایت امینتي چارواکي وایې چی د چهارشنبي په ورځ وروسته له هغی د افغان او ایراني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه چې ایراني لوري غوښتل په یوې سرحدي شخړه ایزې سیمه کې د ترصد برجونه جوړ کړي

https://p.dw.com/p/12rRH
انځور: Picture alliance/dpa /dpaweb

د هغه ولایت د امنیې قوماندان، عبدالجبار پردلي، د آلمان غږ راډیو ته په یوې مرکه کې وویل چی دغه نښته د زرنج په لویدیځ دیرش کیلومترۍ کې د کنک د ولسوالی د بدیچي په سرحدي سیمه کی رامنځ ته شوه. پردلی زیاته کړه:

«ایرانیانو غوښتل په دغې سیمه کې چې سرحدي علایم یې د جګړی د کلونو په موده کې له منځه تللي دي، د ترصد برجونه جوړ کړی.»

د پردلي په حواله د افغانستان ملي پولیسو وغوښتل د ایرانیانو د دې اقدام مخه ونیسی او مقابل لوري ته د خبرداري په توګه یې په هوايې دزو لاس پوری کړ.

هغه وویل چې ایراني لوري په دغې سیمې باندې اته هاوان توغندی وتوغول. د پردلي د وینا له مخې په نښتی کې څوک نه دي وژل شوي خو يواځې د سیمی یو ماشوم تپي شوی چې په روغتون کی تر درملنی لاندی دی. ایران د دغې پیښې په هکله تر اوسه پورې څه نه دي ویلي.

د نیمروز ولایت ویاند، حاجی قاسم خدری، د المان خبری آژانس ته د چهارشنبي «د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر د میاشتي ۱۲» ویلي وو چې ایران افغان حکومت ته د یو لیک په پرڅ کې ویلي دي چې د کنګ د ولسوالۍ د بدیچي کلی د ایران په خاورې پورې مربوط دی.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ایران د ترصد د برجونو د جوړولو د اقدام مخنیوی ولې د سیاسی لارو څخه ونه شوه د نیمروز د امینی قوماندان وویل:

«مونږ په دې اړه خپل مشرتابه ته رپوټ ورکړی دی، هغوي په جریان کې دي. دا یو دولتي پوله ده چې ټول مقرارت او حدود یې د ایران سره تعین شوي دي او دواړه خواوی په دی هکله توافقات لری چی د هغو اسناد د بهرنیو چارو په وزارت کې پراته دي.»

پردلی زیاته کړه چې د سرحدې قواوې د سرحدونو د ساتلو دنده لری او دیپلوماتیکې اړیکې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت دندې دي.

پر دغه سیمه په ۱۳۵۲ کال کې د ولسمشر داود خان د واکمنۍ پر وخت د ایراني او افغان سرحدي پولیسو تر منځ شخړه رامنځ ته شوي وه.

افغانستان د ايران سره کابو۱۰۰۰کيلومتره ګډه پوله لري. که څه هم د ایران او افغانستان د حکومتونو ترمنځ ښې اړیکی ټینګی دي خو په افغانستان کې د امريکا متحده ايالات او ناټو ځواکونه پر ايران تور لگوي چې د افغانستان په جنوب او جنوب لويديځو برخو کې د طالبانو سره مرستي کوي. دا په داسې حال کې ده چې ایران تل مدام دغه ډول تورنه ردوی.

دیچه ویله/ عبدالباري حیکم
کتونکی: مسعود جهش