د افغانستان امنيت تر پخوا زيات ناخوال دی
۱۳۸۹ خرداد ۲۹, شنبهد ملگرو ملتونو د عمومي منشي بان کي مون په درې مياشتني رپوټ کي راغلي دي چي د تېر مېلادي کال په پرتله په افغانستان کي امنيتي وضعه نده ښه شوی. دغه رپوټ چي د بان لخوا د ملگرو ملتو د امنيت شورا ته وړاندي شو، نن په کابل کي د ملگرو ملتونو د دفتر لخوا خپور شوی دی.
په رپوټ کي ويل شوي دي چي د تېر کال په پرتله د روان مېلادي کال په څلورو مياشتو کي د سړک د غاړي په بمونو کي د 94 فيصدو زياتوالي راغلي دي. په رپوټ کی زياته شوې چي د افغانستان په جنوب، جنوب لويديځ او ختيځ سيمو کي په هرو درو اونيو کي يو ځانمرگي بريد تر سره شوي. رپوټ وایی چی د افغانستان په امنيتی ځواکونو کی چی تر نورو زیات د زور پالونکو د حملو هدف ګرځي، د مرګ ژوبلو کچه لوړه شوی ده، څرنګه چی د افغان امنیتی سرتیرو په وژنه کي په سلو کی 45 زياتوالي راغلي دی.
د ملګرو ملتو د عمومي منشي د رپوت له خپريدو څخه يواځي يوه ورځ مخکي د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري، هيلري کلينتن په افغانستان کي د ثبات په ټينګيدو کي د پرمختګ ادعا وکړه. ميرمن کلينن په واشنګتن کي د دنمارک د بهرنيو چارو وزيري Lene Espersen سره په يو ګډ مطبوعاتي کنفرانس کي وويل: « زه فکر کوم چي مونږ د پرمختګ په حال کي يو. مونږ پوهيږو چي وضعت څومره ناخوال او سخت دي. خو د افغانستان امنيتي ځواکونه، که پوليس دي او که ملي اردو دواړه ورځ په ورځ پياوړي کيږي.»
کلينتن په عين وخت کي د افغانستان د حکومت په اداره کي د سمونوالي څخه هم يادون وکړ او وويل: « په دي کي شک نه شته چي مونږ د افغان حکومت په اداره کي د زيات سمونوالي لپاره هيله لرو، خو دا هم صحيح نه ده چي ګواکي مونږ په دي لاره کي د مثبتي لاس ته راوړني شاهدان نه اووسو.»
د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري زياته کړه چي هغه به د جولاي په شلمه په کابل کي د افغانستان په نړيوال کنفرانس کي ګډون وکړي. دغه کنفرانس د لندن د جنوري د مياشتي د کنفرانس په تعقيب دايريږي چي مشري به يي د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون کوي.
متحده ايالاتو ويلي دي چي په دغه کنفرانس کي به نړيواله ټولنه د افغانستان د بيارغاوني لپاره د نورو زياتو مالي مرستو ژمنه وکړي.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکي: احمد ولي اڅکزي