«د افغانستان اختلاس راتلونکي لگښتونه گواښي»
۱۳۹۵ شهریور ۲۶, جمعهرویترز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د امریکا متحدو ایالاتو سناتورانو دغه پوښتني د پنجشنبې په ورځ کړي دي. د دیموکراتانو سناتور روبرت مینندز، چې د سنا د بهرنیو اړیکو د جرگه گۍ غړی هم دی ویلي دي: «زه په دې نه پوهیږم، هغه څه چې په افغانستان کې روان دي د هغې په رڼا کې به دلته سیاسي اراده له افغانانو سره خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.»
مینندز چې خپل ځان د امریکا افغانستان پالیسۍ ملاتړی عنوانوي، وایي که چیرې د کابل حکومت په عمل لاس پورې نه کړي نو «دی به بیخي بل ډول نظر ولري.»
د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د بیا رغاونې بهیر د څار ادارې سیگار، په یوه رپوټ کې پر واشنگټن باندي له دې کبله سخت انتقاد کړی وو چې افغانستان ته په ورکوونکو میلیاردونو ډالرو باندي لږ نظارت کيږي چې په وینا یې فساد ته لمن وهي او د متحدو ایالاتو ماموریت تر پوښتنې لاندې راولي.
نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې امریکا متحد ایالات هر کال په افغانستان کې پنځه میلیارده ډالر مصرفوي، چې شا او خوا څلور میلیارده یې په دفاعي او امنیتي برخو کې او نور یو میلیون بیا د ملکي مرستو له پاره لگول کیږي.
پر دې سربیره د زرونو عسکرو او پوځي قراردادیانو له پاره نور په لسونو میلیونه ډالر مصرفیږي.
خو د افغانستان او پاکستان له پاره د متحدو ایالاتو ځانگړي استازی ریچاد اولسن، له دې سره موافق دی چې فساد حکومتولي تر پوښتنې لاندې راوستی شي. خو هغه افغان ولسمشر محمد اشرف غني د فساد پر ضد مبارزه کې د یوه «ژمن شریک» په توگه یاد کړی دی.
د اولسن په خبره افغان ولسمشر په دې برخه کې گامونه اخیستي دي چې په دې لړ کې یې د کابل بانک د افتضاح په شمول د تیلو قراردادونه لغو کړي دي او د فساد ضد کارپوهانو د څارنې او ارزونې یوه کمېټه یې جوړه کړې ده.
دا به هم درته جالب وي