د افغاستان او عراق جګړې بيلانس د اوبا لخوا
۱۳۸۸ مرداد ۲۷, سهشنبهده پخوانيو عسکرو او د جنګ قهرمانانوته ددغو خبرو تر څنګ خپله ستراتيژي هم بيان کړل. په هغه کښي اول ده د عراق څخه د راوتلو موضوع يووار بيا تأييد کړل . په همدغه کال کښي به د قواوو راوتل شروع ،او په يوه کال کښي به امريکايي قواوي د عراق څخه راوتلي وي . ده وويل ،
O-Ton
«ټول امريکايي پوځ به د ۲۰۱۱ عيسوي کال تر پايه پوري د عراق څخه راووزي . بيا نو د عراق جنګ د امريکاييانو دپاره ختم دی .»
خو په افغانستان کښي حالت بل ډول دی . هلته به امريکاييان د موجوده ۶۲ زروعسکرو پر څنګ ۶۰۰۰ نور عسکر هم وروليږي ،تر څو اعلان سوې ستراتيژي په عمل کښي پياده سي . بارک اوباماوايي چه يوازي پوځ کفايت نه کوي . بايد د ډيپلوماسۍ څخه کار واخيستل سي ، د بيا جوړولو کارونه پر مخ بوتلل سي ،ا ود يوه بامسؤليته حکومت ملاتړ وسي .
سربيره پر هغه يوه مشخصه وظيفه وجود لري ،اوهغه دا چه ،
O-Ton
« زموږ نوې ستراتيژي يو ښکاره تعريف سوی هدف لری : القاعده او دهغه تندلاري متحدين بايد اخلال ،منزوي ،او غلبه پر حاصله سي . »
د هغو انتقادونو په جواب کښي چه بارک اوباما دغه جنګ د پخواني جمهوررييس بوش څخه په ميراث اخيستی دی ،او ده تر هغه نور هم شديد کړی دی ، وويل
O-Ton
«بايد هير نکو ،چه موږ دغه جنګ ندی شروع کړی . دا يو جنګ دی چه پر موږ باندي تحميل سوی دی . هغو کسانو چه پر موږ باندي د سپتامبر پر ۱۱ باندي حمله وکړل ،نيت لري چه دغه کار به بيا کوي . د هغه ځای څخه چه طالبان بيله کُم کنترول څخه بيرته افغانستان ته ځي ، د کم ځای څخه چه القاعده دا پلانولای سي ،نور امريکايي اتباع ووژني . په دغه ځای کښي ددوی پر ضد مبارزه نه يوازي ارزښت لري ،بلکه زموږ دهيواد د امنيت دپاره هم مهم رول لري . »
خو د اقتصادي بحران د په نظر کښي نيولو سره اوباما تأکيد کوي چه ټولي وسلې د هغه د مؤثريت پر اساس وڅيړل سي ،او د شک او ترديد په صورت کښي يې د اردو څخه وباسي . خبره دلته يوازي پر دې نده چه پيسې پر سمي وسلې باندي ورکول سي ، پيسې بايد وسپمول هم سي ،تر څو د جنګ د رواني مريضانو د معالجې دپاره پکار يووړل سي . دی وايي چه د جنګ د روحي فشار له کبله ډير عسکر ځانونه وژني .
د اوسني جنګ زخمونه عبارت دي د روحي ناروغيو،او هغه خپګان څخه چه د جنګ څخه دراولاړو سوو روحي ناجوړيو وروسته راپيدا کيږي .
د اولي پلا دپاره د امريکا يو جمهوررييس په عام ډول د پخوانيو امريکايي عسکرو د جنګ د عواقبو څخه دا ډول خبري کوي ،اووايي چه د امريکاحکومت بايد د هغو کسانو په مقابل کي مسؤليت ولري ،چه خدمت تر سره کوي ،تر څو خپلي وعدې مو تر سره کړي وي .
خو په اَريزونا کښي د بارک اوباما څخه د عسکرو ملاتړ او حمايه ډاډمنه وه ،هغو عسکرو چه بارک اوباما ته يې تر ډيره وخته پوري په بدګمانۍ سره کتل ،او اکثرو يې دی نه ؤ انتخاب کړی.