د افریقايي ټولنې پنځوسمه کلیزه
۱۳۹۲ خرداد ۳, جمعهد حبشې په پلازمینه ادیس ابا با کې د ۱۹۶۳ کال د مې په ۲۵ د ګانا د هغه وخت ولسمشر کوامي نکرومه، چی شپږ کاله مخکې یې خپل هیواد له بریتانوي استعمار څخه آزاد کړی وو، د افریقا د یووالي د جوړښت لومړي کنفرانس ته په خپله وینا کې وویل: «دا چې نن په ادیس ابا با کې د ۳۲ دولتونو استازي سره راغونډ شوي دي د آزادي او خپلواکي له پاره زموږ د ولسونو د هڅو څرګنده نښانه ده. د افریقا ټولې وچې موږ ته واک راکړی چې په دې کنفرانس کې د خپل یووالي له پاره د بنسټ ډبره کیږدو.»
د ګانا د هغه وخت ولسمشر نکرومه چې د «پان افریقایي» یا افریقایي اتحاد د مفکورې د پلار په توګه هم یادیږي نه یوازې د استعمار او نژاد پالنې ضد افریقایي دولتونو د یوه پیوستون له پاره یې لاره هواره کړه، بلکه غوښتل یې چې دغه وچه له اقتصادي لحاظه پیاوړې شي او د هغې هر دولت له سیاسي لحاظه خپلواک وي.
خو د افریقایي یووالي د سازمان ستره مفکوره یعنې د خپلواکو دولتونو په کورنیو چارو کې نه لاس وهنه، په پای کې د دغه سازمان له پاره پر یوې سرخوږي باندې بدله شوه. په دې ترڅ کې د ۱۹۶۰ لسیزې په وروستي کلونو کې د بدلون او پرمختګ تر نامه لاندې په مختلفو دولتونو کې پوځي کودتاوې وشوې او د کورنیو جګړو اورونه یې بل کړل.
د حبشې پخوانی دیپلومات مینګیسته دستا، دا خبره چې د افریقا د یووالي سازمان د دغه ناورین په مخنیوي کې پاتې راغی نه مني. هغه وایي: «زه دا تور په کلکه ردوم چې د افریقا د یووالي سازمان بې لاس او پښو سازمان وو. برعکس زه هغه یو ډیر بیاوړی جوړښت ګڼم. سړی باید د هغه د جوړښت اصلی موخې ته نظر واچوي. یعنې له یو استعماري او نژادي پالونکي نظام څخه د افریقا د ټولې وچي ژغورل.»
خو په ادیس ابا با کې د امنیتي څیړونو له انستیتوت څخه ډاکټر مهاري مارو، چې د افریقا د اتحادیې په چارو کې کارپوه دی له نوموړي نظر سره موافق نه دی او وایي چې يوازې د تیر وخت د مفکورې په لاس ته راوړونو باندې بسیا په کار نه ده. هغه زیاتوي: «د استعمار او نژاد پالنې پای د نوو بحثونو له پاره لاره هواره کړه. هغه داچی د پان افریقا نوې موخې کومې دي؟ د دی له پاره یوه جوړښت ته اړتیا وه ترڅو اړین بدلونونه په لاره واچوي او له دې سره د افریقا د اتحادیې د زیږیدو شیبه راورسیده.»
د جنوبي افریقا د دوربان په ښار کې په ۲۰۰۲ کال کې د افریقا د یووالي سازمان نوم په « افریقايي ټولنې» واړول شو. له دغه بدلون سره د نوموړې اتحاديې غړي دولتونه د یوه نوي ګډ هدف له پاره هڅې کوي. هغه دا چی سیمه ییز ادغام باید ژبني او اقتصادي خنډونه له منځه یوسي او ورو ورو د دیموکراسي کیدو پروسې ته لاره هواره کړای شي.
که څه هم اوس د دغې ټولنې چارواکو د هغې د پیاوړي کولو ژمنې کړې دي خو د سومالیا، مالي او د افریقا د وچی د یو شمیر نورو هیوادونو کورنيو ستونزو د افریقايي ټولنې ۵۰ کالیزه تر خپل سیوري لاندې راوستې ده.