د افريقا په زيمبابوې هېواد کې وضع د اندېښنې وړ ده
۱۳۸۵ اسفند ۲۲, سهشنبهاعلان
اروپايي ټولنې هم د ښاغلي مرگان څوانگيرای او نورو بنديانو ته د زيان نه اړولو په وړاندې د زيمبابوې د حکومت پر مسووليت ټينگار کړی دی. په هارارې کې د احتجاجونو په پايله کې د څوانگيرای تر څنگ د مخالف گوند نور سياستوال هم نيول شيو دي. څوانگيرای د خپلو گوندي ملگرو په وينا تر سختې شکنجې لاندې نيول شوی و او اوس د مرگ له خطر سره مخامخ دی.