د افريقايي هيوادونو د اتحاديې د مشر قضافي اجندا
۱۳۸۷ بهمن ۱۷, پنجشنبهقضافي په2007 کال کي دخپل دې نظر لپاره اشتهار کاوه او ويلي يې چي « په افريقاکي بايد يو دولت او يو حکومت راشي چي يو پوځ، ولري او د عسکرو شمير يي 2 مليونو ته ورسيږي او د افريقا د فاع وکړي. يوې پيسي، او يو پاسپورت ولري» قضافي پدي ډول د يوې آفريقا په برخه کي خپل نظر څرګند کړ.
هغه مهال دقضافي دا نظر دګاونډيو هيوادو له مقاومت سره مخامخ شو. او دا ځلي هم د افريقا د متحده ايالتونوپیشنهاد ډيرو بحثونو سبب وګرځيده.خوکوم ژور بدلونونه يي رانوستل د افريقا د اتحاد له کمسيون څخه يو دفتر جوړ شو دادفتر به دنده به لویه شي بودجه به يي ډيره اوصلاحيت به يي ډير شي او يوازي همدا د نامه په بد لون باندي بسيا وشوه قضافي اعلام کړيدي چي د افريقامتحده ايالتونو ته به دلي لړنه د افريقا د ټولني په راتلونکي غونډه کي شپږ مياشتي وروسته وويل شي. اودده زوی احمد قضافي دا د رضايت ښودلي.
هغه ويلي :موږ پدي ډير خوښ و چي افريقايي هيوادونو پدي لاري باندي موافقه کړې ده. البته چي نتيجه يي ښه رضايت بښونکي نده خوموږ پدي ډاډه يو چي موږ ګام په ګام او ورځ په ورځ د افريقا د متحده ايالتونو موخي ته ور نژدي کيږو.»
قضافي تيرکال عملاً يو دافريقا ګډ بهرني سياست ته په تررتيب سره په ډيرو ساحوکي دعمل جامي ورواغوستي د نوموړي لويي وچي په ډيرو لانجو کي يي ګوتي ووهلي د چاد او دسوډان ياغيانوته يي پيسي ورکړي، اوهغه حکومتونه يي چي په زړه او خوښه وو ډیري مادي مرستي يې ورسره وکړي.