1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اعراق او افغانستان د جګړې امريکايي قومندان اسلام اباد ته رسيدلی

۱۳۸۷ آبان ۱۳, دوشنبه

وروسته له هغه چي 55کلن جنرال ډيويډ پيتريس تیره اونۍ، د دغي دندي مسوولیت په غاړه واخیست، نن يې سمدلاسه سیمي ته خپل سفر پیل کړی

https://p.dw.com/p/Fmfd
د امريکې پوځ عمومي قومندان او د عراق او افغانستان د جګړې مشر ډيويډ پيټريس
د امريکې پوځ عمومي قومندان او د عراق او افغانستان د جګړې مشر ډيويډ پيټريسانځور: AP

جنرال پیتریس، مخکي تر دې په عراق کي د ښورښیانو ضد جګړه کي تجربه لاس ته راوړي، چي ویل کیږي، د عراق په امنیت کي وروستی نسبي پرمختګ د جنرال پیتریس د ستراتیژیو له برکته دی.خو هغه خپله هم د دغه نسبي امنیت په هکله ډاډ من نه دی لکه چي په عراق کي د خپلي قومندانۍ په وخت کي د سپتمبر په سر کي بي بي سي ته په یوه مرکه کي وویل، چي دغه لاس ته راوړني د نه شاتګ ضمانت نه کوي:

«پرمختګ دلته ماتیدونکی دی.کیدای سي چي هغه شاتګ وکړی، دا ثبات پر خپل سر نه پاته کیږي، دا لا تراوسه د نه شاتګ وخت نه دی. دا اوس د اپریل د میاشتي په پرتله چي موږ د کانګرس په وړاندي شهادت ورکاوه، تر زیاتي اندازې پایښت لرونکی وضعیت دی، خو ډیري ننګوني پاته، ډیري خړي وریځي په افق کي لیدل کیږي، دا هر یوکیدای سي چي بیا په رښتیني ستونزي بدل سي.»

جنرال پیتریس د عراق له دغه تجربې سره د یکشنبې په ورځ اسلام آباد ته ورسید،چي د متحده ایالاتو د سفارت د یوې سرچینې په وینا، د پاکستان له سیاسي او پوځي مشرانو سره يې د دوشنبې په ورځ ولیدل.له هغه سره په دې سفر کي د بهرنیو چارو د وزارت معین، ریچارد بوچر هم ملګری دی.

دا سفر په داسي یو وخت کي سوی چي پاکستان د طالبانو او القاعدې د ځانمرګي بریدونو، ولسي ناکراریو او اقتصادي ناخوالو سر لاس او ګریوان دی. په اسلام آباد کي د متحده ایالاتو د سفارت یو ویاند، ویس رابرت سن فرانس پرس ته وویل:«خو پاکستان ته د جنرال پیترایس سفر په دغه هیواد کي امنیتي اندیښنو ته غبرګون نه ګڼل کیږي. » هغه وویل :« دا یوازي عادي مخکي له مخه پلان سوی سفر ؤ چي باید سوی وای.»

د پاکستان پولي ته نژدې د افغانستان په خاوره کي يو امريکايي عسکر د ګزمې پرمهال
د پاکستان پولي ته نژدې د افغانستان په خاوره کي يو امريکايي عسکر د ګزمې پرمهالانځور: AP

د پاکستان پر سرحدي سیمو باندي په دې وروستیو میاشتو کي پر هغو ځایونو چي ویل کیږي د طالبانو او القاعدې هډې وې د شکمنو امریکايي توغنديو بریدونو سره د واشنګټن او اسلام آباد اړیکي خړي پړي سوي دي. د دغه هیواد امنیتي اندیښنې چي څه باید ور سره وسي، حتي د سپیني ماڼۍ د چوکۍ د نيولو په سیالیو کي یوه انتخاباتي موضوع هم ده.

د تیري چهارشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکاسفیره، Anne Patterson وغوښتله او د امریکایانو د پر له پسې حملو پر ضد يې خپل مخالفت ښکاره کړی.

د پاکستان د پوځ پخواني جنرال او د دفاعي چارو تحلیلونکي، تالات مسعود وویل چي پاکستان ته د جنرال پیترایس سفر ته باید په کښته سترګه ونه کتل سي.

هغه وویل : « دا سفر د ترهګرۍ پر ضد جګړه کي د پاکستان د اهمیت ښکارندوی دی.»

متقاعد جنرال مسعود یادونه وکړه، د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشري ته د جنرال پیتریس ټاکنه په متحده ایالاتو کي د هغه یو نظر ویندويي کوي چي جګړه په «افغانستان کي نه ګټل کیږي». هغه څرګنده کړه: « جنرال پیتریس یو مسلکي سړی دی، هغه ښايي د متحده ایالاتو اوسنۍ او راتلونکې اداره قانع کړي چي پر خپلي بهرنۍ پالیسۍ باندي له سره غور وکړي.»

د پوځي چارو نوموړی پاکستانی تحلیلونکی، د جنرال پیتریس، پوځي تجربې ته په اشارې سره وویل: « ښايي دی تر ټولو مناسب سړی وي چي په افغانستان او قبایلي سیمو کي یوه نوي او تازه پیل ته لاره اواره کړي.»