«د اعتصاب کوونکو محصلينو ادعاوي بې ځايه دي»
۱۳۹۲ خرداد ۷, سهشنبهمظاهره کوونکو د قوم پالني پرضد شعارونه ورکول او ویې ویل چې پوهنتون باید د بهرنیو او یو شمیر ځانگړو حلقو له مداخلې څخه په امان کې وي. په دغو مظاهرو کې د اجتماعي علومو پوهنځی پر محصلینو سربیره د یو شمیر نورو پوهنځیو محصلینو هم گډون کړی وو.
نهه ورځي مخکې د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو پوهنځی نزدې۸۱ تنو محصلینو د نه غوړلو اعتصاب پيل کړ او له افغان حکومت څخه یې وغوښتل چې د دغه پوهنځې رئیس غلام فاروق عبدالله او یو تن استاد فیصل امین، له دندو گوښه کړي. افغان حکومت د دغو محصلینو د اعتصاب پر اتمه ورځ د هغوی غوښتنه ومنله.
دا په داسې حال کې ده چې د اجتماعي علومو پوهنځې ډیر شمیر محصلین وایي چې په دغه پوهنځی کې تبعیض، تعصب، او قوم پالنه موجوده نه ده.
د اجتماعي علومو پوهنځی پخواني رئیس غلام فاروق عبدالله، چې په دغو مظاهرو کې یې گډون کړی وو د اعتصاب کوونکو محصلینو ټولي ادعاگانې رد کړې او هغه يې ناسمې وبللې. هغه وویل: «د هغوی ټولي خبرې دروغ وې. د مشرانو جرگې او لوړو زده کړو معنیت له خوا یو پلاوې راغی او د هغوی ادعاوي یې وڅیړلې. د هغوی ټولې ادعاوې غلطې وې.»
دا په داسې حال کې ده چې اعتصاب کوونکو محصلینو ویلي وو چې د تعصب او تبعیض پر ضد یې دغه مدني خوځښت کړی دی. هغوی ادعا کړې وه چې د اجتماعي علومو پخواني رئیس او گوښه شوي استاد په دغه پوهنځې کې تبعیض ته لمن وهله.
د حیثیت اعاده
دا په داسې حال ده چې ښاغلي عبدالله او امین په دغو مظاهرو کې وویل چې د هغوی کړه قانوني وه او هیڅ ډول تبعیض یې نه دی کړی. ښاغلي فاروق عبدالله وویل، چې د اجتماعي علومو استادان بد اخلاقه نه دي. هغه زیاته کړه: «موږ له خپلو حقوقو څخه دفاع کوو. د دولتي پوهنتونو استادان له دغه مطلب څخه ملاتړ کوي. موږ غواړو چې حیثیت مو اعاده شي.»
ښاغلي عبدالله وویل چې اعتصاب کوونکي محصلین غواړي اوسني استادان کوښه او پر ځای یې د خپل خوښي استادان د اجتماعي علومو پوهنتو ته راولي. هغو استادانو چې په دغه لاریون کې گډون کړی وو وویل چې د اعتصاب کوونکو محصلینو ټولي غوښتنې باید د عدلي او قضایي ارگانونو له خوا وڅیړل شي. هغوی وویل په هغه صورت کې چې دغه ادعاوي سمې نه وي، نو دغه محصلین دي له پوهنتون څخه وایستل شي.
د دغه پوهنځی استاد فیصل امین، چې ورباندي د محصلینو له خوا د تعصب او دوه اړخیزه برخورد تور لگول شوی وو وغوښتل چې اعتصاب کوونکي محصلین دې د خپلو دغو ادعگاوو له پاره اسناد وړاندې کړي. هغه وویل: «مهرباني وکړئ اسناد وړاندي کړئ. د اجتماعي علومو په پوهنځی کې ۸۶ کسان د یوه قوم دي. بريالي هم د همدوئ په ډله کې شامل دي، ناکامان هم د همدوئ په ډله کې دي، دوهم او دریم چانس کسان هم د همدوی په ډله کې دي.»
دغه استاد وویل چې د افغانستان پارلمان باید دغه موضوع وڅیړي که نه نو د افغانستان د پوهنتون استادان به په ستر اعتصاب لاس پورې کړي.