1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اضافي عسکرو دپاره د اکمالاتو رسول مشکل ،خو ممکن دي

۱۳۸۷ اسفند ۸, پنجشنبه

د رويتر آژانس په خپل د چهارشنبې د ورځې يوه رپوټ کې د يوه امريکايي جنرال Duncan McNabb له قوله ليکي چې ...

https://p.dw.com/p/H1mw
په افغانستان کښي د ناټو دپاره دپاکستان د لاري د اکمالاتود رسولوپر لاريو او ټانکرونو باندي د حملو منظرې
په افغانستان کښي د ناټو دپاره دپاکستان د لاري د اکمالاتود رسولوپر لاريو او ټانکرونو باندي د حملو منظرېانځور: picture-alliance/ dpa

د امريکې متحده ايالتونه به وکولای سي، په افغانستان کې خپلو په زرگونو اضافي عسکرو ته هم اکمالات وکوي، ولو که په پاکستان کې اکمالاتي ترانسپورټي کاروانونه په پاکستان کې تر حملو لاندې راځي .

د امريکې د نظامي ترانسپورټي چارو آمر، هوايي جنرال McNabb ويلي دي، چي په دې وروستيو ورځو کې په پاکستان کې گذارونه کم شويدي او د امريکې پوځ هم افغانستان ته د خپلو اکمالاتو امکانات پراخ کړي دي .

مگر McNabb، د چا اداره چې د نړۍ گوټ گوټ ته د امريکې د نظامي اکمالاتود رسولو مسؤله ده، دا اقرار کړی دی، چې په پاکستان کې د لارو د امنيت په هکله اندېښمن دئ .

نوموړي د استازو د کورنيو چارو جرگه گۍ ته څرگنده کړې، دا هغه څه دي، چې موږ يې خيال ساتو . ده زياته کړه، چي سړی نه غواړي د هغه څخه يوه حساسه موضوع جوړه سي . او زه په ښکاره ډول سره وايم چې فکر نه کوم داسې به هم وي . زه فکر کوم چې دغه نيمگړتيا به پوره کړو، يعني اکمالات به ورسولای شو.

تېر کال وسله والو کسانو دکراچي څخه د صوبه سرحد له لارې، په افغانستان کې موجودو دطالبانو سره مبارزه کوونکو امريکايي او نورو بهرنيو ځواکونو ته د اکمالاتو او مالونو رسولو پر تجارتي کاروانونو باندي د حملو لړۍ پراخه کړه . په سوونو لارۍ موټرونه په دې يرغلونو کې نيول سوي ،يا سوځل سوي او څو تنه موټرچلوونکي وژل شويدي .

د همدې مياشتي په پيل کې تر شک لاندې وسله والو د خيبر په دره کې يو پل په بم کې والوزاوه او په افغانستان کې يې موجودو لويديزو ځواکونو ته د رسولو لار د لنډ وخت د پاره بنده کړه .

د امريکې د متحده ايالتونو لوژستيکي کوښښونه هغه وخت لانور هم لانجمن سول، کله چې په همدې مياشت کې د قرغزستان هېواد پرېکړه وکوله چې خپله د ماناس سيمه کې به د امريکې د عسکرو او مهماتو اکمالاتي هوايي هډه بندوي ،او امريکايي عسکر بايد په 180 ورځو کې له هغه ځاي څه ووزي .

د امريکې نوي مشر بارک اوباما په خپله لومړۍ لويه نظامي پرېکړه کې، تېره اونۍ افغانستان ته د نورو 17000 امريکايي عسکرو د استولو امر ورکړ.

McNabb وروسته مخکې ياد شوې جرگه گۍ ته په ډاگه کړې، چي افغانستان ته ددغه هېواد دلويو غرونو له لارې مال رسول يو غټ چلنج دئ، چېري چې د وچې د لارې يوازي پنځه د ورتگ ممکنې لارې سته . ده وويل، تاسې تر دې يو سخت ځاي نسۍ پیدا کولی .

McNabb دې ته گوته نيولې، چې د امريکې متحده ايالتونه په ورځ کې، افغانستان کې پرتو خپلو 38000 عسکرو ته د څه ناڅه 78 کانټنر مالونو د استولو ضرورت لري ،او د پاکستان لاري د دې شمېر درې چنده امکانات په لاس راکوي .

د نوموړي جنرال له قوله، د جنورۍ له مياشتې راهيسې په متوسط ډول هره ورځ 90 کانټينره افغانستان ته ليږل کيږي .

اوس چې بارک اوباما افغانستان ته د 17000 نورو عسکرو د لېږلو امر ورکړی دی، نو ددې کانټينرو شمېر به يونيم چند کيږي .

McNabb په پای کې څرگنده کړې، چې د امريکې پوځ افغانستان ته د وچي له لارې خواړه، اوبه، د سون مواد او تعميراتي مواد استوي . حساس پوځي تجهيزات د هوا د لارې ليږل کيږي .

پنتاگون وايي، افعانستان ته د امريکې د مالونو درې پر څلورمه برخه د پاکستان د لارې وړل کېده . مگر هلته د وروستيو گذارونو او حملو له کبله انديښمن شوو مامورانو، په وروستيو مياشتو کې کوښښ کړی، چې د منځنۍ آسيا له لارې د افغانستان شمال ته لار پيدا کړي .

د روسيې خبري آژانس انټرفکس د چهارشنبې په ورځ دا خبر خپور کړ، چې ازبکستان او ترکمنستان دې ته رضا شوي چې د ناټو غير نظامي مالونو ته په خپلو خاورو کې په ترانزيټ ډول سره د تېريدو اجازه ورکړي .