د اشکمش ولسوال او د سولي د شورا يوغړی ووژل سول
۱۳۹۱ مرداد ۲۳, دوشنبهافغان چارواکو ویلي دي چې پېښه د دوشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د اگست ۳) هغه وخت رامنځ ته شوه چې د دغو چارواکو موټر د سړک د غاړې پر یوه ماين باندي وخوت. سیمه ییزو چارواکو د غه وژني پړه پر طالبانو باندي اچولې ده.
د تخار ولایت یوه ویاند فیض محمد توحیدي، ویلي دي چې وژل شوي کسان د تخار ولایت مرکز ته په یوه غونډه کې د ګډون کولو له پاره راروان ول.
په پېښه کې د اشکمش ولسوال عبدالعزیز، په دې ولسوالۍ کې د سولي د عالي شورا یو غړی حاجي هاشم او درې تنه نور وژل شوي دي. د سولي عالي شورا له طالبانو سره د سولي د خبرو اترو مسئولیت لري، خو کله نا کله د دغي شورا غړي د طالبانو په يرغلونو کې وژل کیږي.
د سولي د عالي شوا پخوانی مشر برهان الدین رباني، هم د طالبانو په یوه ځانمرگې حمله کې ووژل شو.
په افغانستان کې د ملگرو ملتو دفتر یوناما، پخپل وروستي رپوټ کې ویلي دي چې په دغه هیواد کې ملکي تلفات د تیر کال په پرتله لږ شوي دي خو د طالبانو له خوا د هدفي وژنو کچه ۵۵ سلنه لوړه شوې ده.
دا په داسي حال کې ده چې تر دې یوه ورځ پخوا د یکشنبې په ورځ هم د لغمان په ولایت کې په یوې ورته پېښه کې د عليشنگ ولسوال، د هغه یو تن ساتونکی او یو تن سیمه ییز مشر ووژل شول.
د دغو چارواکو موټر هغه وخت د سړک د غاړې پر یوه ماین باندي وخوت، چې ولسوال سهار وختي د خپل دفتر پر لور روان وو. د لغمان ولایت چارواکو ویلي دي چې په پېښه یو بل سړی هم ټپي شوی دئ.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل