د «اسین» غړو هیوادونو غونډه وکړه
۱۳۹۱ فروردین ۱۵, سهشنبهد جنوب ختیځې اسیا د هیوادونو د ټولنې Association of Southeast Asian Nations چې ورته «اسین یا ASEAN» ورته ویل کیږي په سر مشرییزه کې د دغې ټولنې د پنځو مؤسسو هیوادونو اندونیزیا، تایلند، مالیزیا، فلیپین او سینګاپور په شمول برونای، ویتنام، لاووس، برما او کمبودیا هم ګډون لري. د ختیځ تیمور او پاپو- نیوګونیا هیوادونو چی په اسین کې د څارونکو هیوادونو حیثیت لري په دغه سرمشرییزه کې ګډون نه دﺉ کړی.
د اسین غړي هیوادونه غواړي چې د اروپا اتحادیې ته ورته یو سازمان جوړ کړي. په همدی وجه د خپلې دې سرمشرییزې لوی شعار ئې «یوه ټولنه یو برخه لیک» ټاکلی دئ.
له دغه شعار څخه داسې ښکاري چې د جنوب ختیځې اسیا دغه ټولنه په ۱۹۶۷ کال کې د خپل تأسیس څخه را په دې خوا څومره وروسته پاته ده. هغه اوس زیار باسي چې تر ۲۰۱۵ کال پورې په پښو ودریږي او نوموړي شعار ته د عمل جامه ورواغوندي. د اسین دغه نوی اتحاد غواړي خپل منشور د اقتصاد، سیاست، امنیت، ټولنه او کلتور پر بنسټونو باندې ودروي.
د دغه نوي اتحاد مهم هدفونه د اقتصادي همکاریو او د سوداګري د خنډونو د له مینځه وړلو له لارې د یو ګډ بازار جوړول دي. داسې یو بازار چې د اروپایي اتحاد د شینګن د ۱۹۸۵ کال تړون ته ورته وي. د سوداګری د مالونو ازاد لیږدول، پانګه اچوول، د بشری قواوو د ظرفیتونو لوړول او د سیمه ییزو اقتصادونو نزدی کول د دغې ټولنې له نورو هدفونو څخه شمیرل کیږي چې په راتلونکو کلونو کې باید ورته پام واړول شي.
د المان د صنایعو او د سوداګري د خونو په مؤسسه کې د آسیا-الکاهل د څانګې مشر بنیامین لایپولد، د دغو په زړه پورې فعالیتونو په اړه وایي: «د اسین سېمې خورا اهمیت پیدا کړی دئ او په راتلونکې کې هم له داسې یو اهمیت څخه برخه منه ده ځکه چې د ټولې نړۍ شپږ سلنه اقتصادي وده په همدې سېمه کې لیدل کیږي.»
له بلې خوا دغه سېمه د نفوس له لحاظه هم ډیره شتمنه ده. د اسین په غړو هیوادونو کې په توله ییزه توګه ۶۲۰ ملیونه انسانان ژوند کوي. لایپولد زیاتوي: «په مختلفو بازارونو کې د سوداګرۍ ډول ډول چانسونه موجود دي. کوم محصولات چې هلته تولیدیږي په دیرو هیوادونو کې د خرڅلاو چانس لري.»
د اروپا اتحادیه هم د اسین په اقتصادي اهمیت باندې ښه خبره ده. د دغې سېمې هیوادونه د اروپا د اتحادیې د سوداګرۍ ستر شریکان دي چې وروسته له امریکایي او اروپایي هیوادونو څخه په دریمه درجه کې راځي.
خو په اوسني وخت کې چین د اسین د غړو هیوادونو بازارونه تر خپل کنترول لاندې لري. په ۲۰۱۰ کال کې چین له دغو هیوادونو سره د آزادې سوداګرۍ تړون لاس لیک کړ. د دې تړون په پایله کې د چین سوداګري په سلو کې پنځوس لوړه شوه.
په حقیقت کې چین اوس په جنوب ختیځې اسیا کې د امريکا متحده ایالاتو ځای نیولی دئ. خو د بن په پوهنتون کې د المان د ختیځ او آسیایي چارو کار پوه راینر ورنیګ، په دې نظر دئ چې امريکا اوس په دغې سېمې کې د پوځي سیاسي حضور له پاره هلې ځلې لري.
زیمون/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش