د اسماني ډبرو باران
ستوري پیژندونکي په دې ورځو کي د اسمان د ښایسته منظرې څخه په حیرت کي دي: ځکه چي په زرونو اسماني ډبري او اجسام د اسمان څخه پر مځکه باندي رااوري.
د اسماني ډبرو ډک اسمان
ښه خبره داده، چي د کال په دغه موسم کي ورځي لنډي او شپې اوږدې دي: سړی کولای سي د اوږدو شپو څخه په استفاده د اسمان ښایسته منظره پخپله وگوري. تاسي به یې وگورئ ، چي څومره ډیر اسماني اجسام د اسمان څخه رااوري.
په خپلو سترگو لیدل کیږي
کله چي اوریځ نه وی او شین اسمان وي، بیا نو سړی د اسماني ډبرو دغه منظره پخپلو سترگو لیدلای سي. حتی زموږ په روښانه ښارونو کي هم. خو که څوک غواړي دغه منظره ښه وگوري، بیا نو باید یوه تیاره ځای ته ولاړ سي،د مصنوعي رڼأ څخه لیري. کیدلای سي په ساعت کي تر ۱۲۰ پوري اسماني اجسام زموږ څخه تیر سي.
د سپوږمۍ رڼأ
د اسماني ډبرو لیدل نه یوازي په شین اسمان ، بلکي د سپوږمۍ په رڼأ پوري هم مربوط دی. ځکه چي هغه هم اسمان روښانه کوي او د اسماني ډبرومنظره سمه نه لیدل کیږي.
د یوشي غوښتنه وکړئ
سربیره پردې تاسو ته د اسماني ډبرو د لیدلو آرزو کوو! خوکه سړی هغه وویني، ددې ځای د عقیدې مطابق، سړی کولای سي د یو شي خواست وکړي. خو پام وکړئ، چي خپل خواست چاته ونه وایاست، په غیر د هغه نه پوره کیږي.
د لکۍ لرونکو ستورو په انتظار
داسماني ډبرو اصطلاح د لاتین څخه راغلې ده او د غبرگولي معنی ورکوي. دهغوی منظره اکثرأ سړئ لیدلای سي، داسي لکه په دوبي کي د لکۍ لرونکو ستورو منظره، چي ستوري پیژندونکي او مینه وال یې په هیجان سره ورته انتظار کوي.
د لکۍ لرونکو ستورو څخه جلأ سوي اجسام
اسماني ډبري او اجسام اصلأ د لکۍ لرونکو ستورو څخه راجلأ سوي وي ، چي په دوبي کي (د اگست میاشتي پر ۱۲) مځکه د هغه گرزونو ته ورنژدې کیږي، کوم چي په فضأ کي پاته سوي وي.
اسماني اجسام تر ۳۰۰۰ درجو حرارت پوري گرم وي
کله چي مځکه د لکۍ لرونکو ستورو دغه گرز ته ورنژدې سي، د ځانه سره اسماني اجسام رااخلي، کوم چي بیا د مځکي په اټوموسپیرکي په ثانیه کي د ۶۰ کیلومتره په سرعت راښکاره کیږي. هغوی ددغه سرعت له کبله د سانتي گراد تر ۳۰۰۰ درجې حرارت پوري گرمیږي او رڼأ تولیدوي.