1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسلام کريموف د جنازې مراسم تر سره سول

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ شهریور ۱۳, شنبه

د ازبکستان ۷۸ کلن ولسمشر اسلام کريموف چي د دوو نيمو لسيزو له پاره پر دغه هيواد واکمن ؤ، د جمعې په ورځ يې د مړ کېدو رسمي اعلان وسو. هغه د شنبې په ورځ په ثمرقند کي خاورو ته وسپارل سو.

https://p.dw.com/p/1JvJL
Usbekistan Präsident Islom Karimov Trauerfeier
انځور: Reuters/M. Mamatkulov

د ازبکستان د مړ سوي ولسمشر اسلام کريموف مړی له پلازمېني تاشکند څخه و ثمرقند ته د الوتکي په مرسته يووړل سو. د شنبې په ورځ په ثمرقند کي د دغه اوږدمهال ولسمشر د جنازې مراسم تر سره سول چي پکښي د افغانستان د ولسمشر تر څنګ د سيمي يو شمېر نورو دولتي او حکومتي مشرانو ګډون کړی ؤ. د روسيې لومړی وزیر دېمېتري مدوېدېف هم په دغو مراسمو کي حاضر ؤ. د دې تر څنګ د تاجکستان او ترکمنستان دولتي مشران هم حاضر سوي ول.

د ازبکستان لومړي وزير شوکت مرضايف د ولسمشر د جنازې په مراسمو کي وويل: «موږ د ازبکستان خلکو یو داسي څوک له لاسه ورکړ چي هيڅوک يې ځای نه سي نيولای.» لومړي وزير مرضايف ته د اسلام کريموف د وروستي مراسو د تنظيم د کمېټي مشري په غاړه ورکول سوې چي ورڅخه بعضي کتونکي دا انګېري چي ښايي هغه د مړ سوي ولسمشر ځای ناستی سي.

د راپورونو له مخي په سمر قند کي د جنازې د مراسمو له پاره تاکل سوي لاري بندي کړل سوي وې او په کومو موټرو کي چي د جنازه انتقالېدله نو ورباندي په زیات شمېر ګلان پاشل کېدل.د ازبکستان اوږدمهال ولسمشر اسلام کريموف ته دماغي سکته ورپېښه سوې وه چي د هغه وروسته د نوموړي د روغتيايي وضعې په تړاو اندېښنې ډيري زياتي سوې. د جمعې په ورځ د دغه هيواد چارواکو يوه اعلاميه خپره کړه چي په هغه کي ويل سوي ول چي د ولسمشر روغتیايي وضعه زښته زياته خرابه ده. د ازبکستان له خلکو څخه غوښتنه سوې وه چي خپل ولسمشر ته دعا وکړي.

د جنازې د انتقال پر لارو واړخونو ته ولسي خلک هم حاضر سوي ول
د جنازې د انتقال پر لارو واړخونو ته ولسي خلک هم حاضر سوي ولانځور: Reuters/M. Mamatkulov


د هغه وروسته په لومړي سر کي خبري آژانسونو د بعضو دپلوماتو له وينا دا خبر ورکړ چي ولسمشر اسلام کريموف مړ سوی دی. په دې ترڅ کي افغان چارواکي هم د منبع په توګه ياد سوي ول چي د ازبکستان څخه يې پيغام تر لاسه کړی چي د کريموف د جنازې مراسم د شنبې د ورځي له پاره پلان سوي دي.

د دې څخه تر مخه چي د ازبکستان چارواکي د اسلام کريموف د مړيني خبرونه تائيد کړي او په رسمي توګه د ولسمشر د مړيني اعلان وکړي، خبري آژانسونو خبر ورکړ چي د ترکيې لومړي وزير بن علي يلدريم د اسلام کريموف پر مړينه د ترکانو له لوري د ازبکستان د خلکو سره خپله خواخوږي او غمشريکي اعلان کړې ده.د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اسلام کريموف پر مړينه خپله خواښيني څرګنده کړه. پوتين وويل :«د هغه مړينه په رشتيا چي د ازبکستان د خلکو له پاره يوه لويه ضايعه ده.» د پخواني شوري اتحاد پخواني ولسمشر ميخايل ګورباچوف هم د اسلام کریموف په مړينه خواښيني ښودلې او هغه يې يو «انرژيک او قدرتمن سړی» بللی دی.

Usbekistan Präsident Islom Karimov -
انځور: Reuters/G. Dukor