1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسلام ضد فلم په جوړولو تورن کس ونیول شو

۱۳۹۱ مهر ۷, جمعه

هغه وګړی چې ویل کیږي د اسلام ضد فلم په جوړولو کې لاس لري د یوې محکمې له خوا زندان ته استول شوی دئ. دغه فلم په ټولې نړۍ کې مسلمانان راپارولي دي خو زندان ته د دې وګړې د استولو لامل د دې فلم جوړول نه دي.

https://p.dw.com/p/16H9N
انځور: Reuters

ویل کیږي چې دغه وګړی چې «ناکولا باسلي ناکولا» نومیږي، د لاس انجلس د یوې محکمې له خوا ځکه زندان ته استول شوی دﺉ چې د محکمې له پخوانیو پریکړو څخه ئې سرغړونه کړې وه.

دغه وگړی تر دې مخکې د محکمې له خوا د درغلیو په تور مجرم پیژندل شوی وو خو په دې شرط ازاد شوی وو چې د یوې مودې له پاره له انترنت څخه کار وا نه خلي.

سوزان سیگل چې د دې قضیې قاضي وه، وویل: «محکمه پر تورن باندې اعتماد نه لري.» هغې په دې ترتیب سره د ناکولا له خوا د محکمې د پخوانیو پریکړو تر پښو لاندې کولو ته اشاره وکړه.

پر ناکولا باندې د بانکي درغلیو د دوه پېښو تورونه لگول شوی ول. تر هغه وروسته چې وویل شول چې هغه د اسلام ضد فلم په جوړولو کې لاس لاره، هغه په یوه پټ او نامعلومه ځای کې اوسیده.

ناکولا په ۲۰۱۰ کال کې په ۲۱ میاشتو زندان محکوم شوی وو. هغه د ۲۰۱۱ کال د جون په میاشت کې له زندان څخه ازاد شو. تر ازادیدو وروسته دغه وگړي ته د دولت تر اجازې پرته له انترنت او هغې ته ورته اسانتیاو څخه د استفاده کولو اجازه نه وه ورکړل شوې.

جنجال هغه وخت پیل شو چې د امریکا په کلفورنیا کې د اسلام ضد یو فلم جوړ شو او بیا په انترنت کې خپور شو. دې فلم اسلامي نړۍ راوپاروله او په ډیر شمیر هیوادونو کې سختې مظاهرې پیل شوې.

د دغو مظاهرو په ترڅ کې په لیبیا کې د متحده ایالاتو سفیر او درې تنه نور امریکايي دیپلوماتان ووژل شول. د امریکا د قانون له مخې هر وگړی حق لري چې خپل نظر ووایي او په دې ترتیب سره د دغه فلم جوړول د سزا وړ جرم نه بلل کیږي. له همدې کبله د ناکولا نیول د فلم له جوړیدو سره تړاو نه لري بلکې په انترنت کې د هغه له خپریدو سره تړلې موضوع ده. ځکه هغه په دې ترتیب سره له انترنت څخه کار اخیستی دئ چې دا د محکمې د پخوانۍ پریکړې پر ضد عمل دئ.

مسعود جهش (دویچه ویله)
کتونکی: شمس الرحمان ناصر