1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسلام آباد له احتجاجونو څخه څوک گټه اخلي؟

شمس الرحمان ناصر (دویچه ویله)۱۳۹۳ مرداد ۲۲, چهارشنبه

د پاکستان د اپوزیسیون گوندونه د نواز شریف د حکومت د رانسکورولو په نیت په پلازمېنه اسلام آباد کې لاریون کوي. د دغو احتجاجونو په هکله مختلف نظرونه موجود دي خو تر اوسه پوری معلومه نه ده چې هغه به د چا په گټه تمام شي.

https://p.dw.com/p/1CtXO
انځور: Reuters

د مخالفو گوندونو د یو شمیر غړو او انتقاد کوونکو په اند نواز شریف، د فساد او بې کفایتي مظهر دی. د نواز شریف د حکومت دغو مخالفینو ویلي دي چې د پنجشنبې په ورځ «د اگست میاشتې ۱۴» به چې د پاکستان د استقلال ورځ ده د پراخو لاریونو په ترسره کولو سره د شریف حکومت را نسکور کړي. طاهر القادري خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال وویل: «زه د الله او د هغه د رسول په خاطر د دغو مظلومو، مجبورو، ناتوانه او محرومو خلکو د مرستې له پاره پر ټول ملت او ادارو غږ کوم.»

د پاکستان د کرکیټ لوبې پخوانی لوبغاړی او سیاستوال عمران خان او د پاکستان یو مذهبي مشر طاهر القادري د دغو مظاهرو مشري کوي. یو شمیر سیاسي کتونکي په دې باور دي چې د پاکستاني پوځ د دغو حرکونو ملاتړ کوي. په عین وخت کې عمران خان هم د دوامداره احتجاجونو گواښ کړی دی.

هغه ویلي دي: «زه پخپله هلته کښينم. ډیر خلک وايي چې د عمران خان ژوند ته خطر دی که هر څومره خطر وي او هر څه پيښیږي ودې شي. تر هغه وخته چې مو غوښتنې نه وي منل شوې زه هلته کښينم، ډوډې خورم او اوسیږم.»

له هند سره چې په سیمه کې د پاکستان د پخواني دښمن په سترگه ورته کتل کیږي د نوازشریف دوستانه تمایلاتو ته پوځ په ډیرې زیرکې سره ځير دی.

لیبرال فعالان او خبریالان د پاکستان په بلوچستان او خیبر پختونخوا ایالتونو کې د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو له امله پر پوځ باندې سخت انتقادونه کوي. د کارپوهانو په اند یو شمیر جنرالان حدس وهي چې نوازشریف د پوځي قدرت پر سر د برلاسه کیدو په خاطر فعالان تحریکوي.

د دغو کارپوهانو په خبره د یوه منتخب حکومت پر وړاندی یو «انقلاب» د رامنځته کیدو په حال کې دی. لومړی وزیر نواز شریف بیا په خپلو خبرو کې د حکومت له مخالفینو څخه د دغو احتجاجونو د په لاره اچولو د علت پوښتنه وکړه. نوازشریف وویل: «لومړی راته دا ووایاست چې د حکومت قصور څه دی چې تاسې داسې هجوم راوړئ او انقلاب کوئ. د دې انقلاب علت څه دی. د دې تر شا منطق څه دي او ستاسې اجنډا څه ده.»

تیره اوونۍ د لاهور په ختیځ کې د پولیسو او د «تحریک منهاج القران» چې د طاهر القادرې له خوا رهبري کیږي د فعالانو تر منځ د اخ و ډب په نتیجه کې لږ ترلږه شپږ تنه ووژل شول. دغه سیمه د پاکستان د لومړي وزیر او د هغه د ورو شهباز شریف چې د دغه ایالت وزیر اعلی دی د سیاسي قدرت مرکز دی. د یوه پولیس تر مړینې وروسته چې د لاریون کوونکو سره د اخ و ډب په ترڅ کې ټپې شوې وو چارواکو قادري په قتل تورن کړ.

دغه مذهبې مشر چې د جون په میاشت کې له کانادا څخه پاکستان ته را ستون شوې وو مخکې تر دې هم د ۲۰۱۳ کال د جنوري په میاشت کې د پخواني ولسمشر آصف علي زرداري پر ضد لاریونونه په لاره اچولي وو.

کارپوهان وايي چې د دغه هیواد د ډیر شمیر اوسیدونکو د صبر کاسه د بې قانوني، بې روزگاري او د بریښنا د پرله پسې قطع کیدو له امله ډکه شوې ده. دوی یو بدلون ته هیله من دي. دوی وايي چې قادري او عمران خان له دغو شرایطو څخه په خپله گټه استفاده کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب