د اسلامي هيوادونو مرستندويه ټولنې د سوريې له خلکو سره مرستي کوي
۱۳۹۱ فروردین ۲۰, یکشنبهاعلان
د سوريې په هيواد کي تر یو میلیون څخه زيات انسانان بشري مرستو ته سخته اړتيا لري. دا شمېرې د اسلامي گډ کار د ټولنې په نوم يوې مرستندويه ټولنې خپرې کړي دي چي مرکز ئې د سعودي عربستان په جده کي دی.
د دغې ټولنې په وينا د سوريې د گڼ شمېر دغو انسانانو د ستونزو لامل په سوريه کي د تاوتريخوالي دوام دئ. د OIC نومي دغه اسلامي مرستندويه ټولنې رئيس ويلي دي چي غواړي تر ۷۰ مليونو ډالرو څخه زياتي پيسې برابري کړي تر څو په دغو پيسو د سوريې د کډوالو لپاره درمل او نور اړين توکي واخلي. په او آی سي کي د څه باندي ۵۷ اسلامي هيوادونه مرستندويه ټولنې غړيتوب لري چي پکښي د سوريې د هيواد سره تړاو درلودونکي ټولنې هم راځي.