د اسلامي حزب ۵۵ تنه بندیان آزاد شوي
۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۲, سهشنبهد بندیانو آزادول د سولې د هغې موافقې یوه برخه ده، چې د سپټمبر په میاشت کې د حزب اسلامي د مشر کلبدین حکمتیار او افغانستان د حکومت ترمنځ لاسلیک شوې وه.
حکمتیار وروسته له شاوخوا دوو لسیزو غیابت څخه، کله چې په لومړي ځل په ختیځ ولایت لغمان کې را څرګند شو له طالبانو او نورو افراطي اسلامیستي ډلو یې وغوښتل چې جګړې ته د پای ټکې کیږي او د سولې له بهیر سره یوځای شي. همدارنګه نوموړي پر خپلو پلویانو هم غږ وکړ چې د حکومت ملاتړ وکړي.
د فرزان په حواله دغه ۵۵ تنه بندیان د هغه لست یوه برخه ده چې حزب اسلامي یې د ازادولو غوښتنه کړی وه. اسلامي حزب په مجموع کې د خپلو ۴۸۸ تنه غړو لست افغان دولت سپارلي دی چې د ازادیدو غوښتنه یې شوې.
د نوموړي سازمان یوه ویاند ویلي دي چې د دوی تر څنګ د دغې ډلې شاوخوا ۲۵۰۰ نور بندیان هم د افغان حکومت په زندانونو کې دي.
زموږ له ارشيف څخه د موضوع اړوند انځوریز رپوټ: