1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسراییل د ځنګلونو اورونه لا اوس هم د کنټرول لاندې نه دي راغلي

۱۳۸۹ آذر ۱۳, شنبه

د اسراییلو په تاریخ کې د اور د لګیدنې د ټول بد ترو پیښې په ترڅ کې ددې اور د د وژلو هڅې روانې دي. چې د نورو سربیره د فلسطین د اتفایې ژغورنکې ډله هم په هڅو کې برخه اخلي.

https://p.dw.com/p/QPcd
انځور: AP

په اسراییل کې د اور لګیدنې د اصلي ځای په اړه ژغورنکې عمله او پولیس اوس په دې باور دي چې دې اور باید د کارمل د غرونو د سلسلې د یوه ډېران څخه، چې هلته زړو ډایرونو اور اخیستې وو، دی اور هم خپله سرچینه اخیتسې وي. ځایي پولیسو دوه شکمن کسان نیولې دي. ویل کیږي چې دا کسان هغه مهال د خلکو د لخوا څارل شوې وو کله چې دوي په یوه بل ځای کې اور لګولې وو. د هایفې د ښار د اتفایې یوه تن ویاند چیزي لیوي د اور وژنې د کار بیلانس په دې ټکو کې ورکړ.

« مونږ اوس د هغو ټولو ځایونو چې اورونه پکې بل دي، یوه دوره وکړه. دا ځایونه ډير زیات دي او کابو یو نیم ساعت اخلي تر څو ټولو ځایو ته رسیدګې وشي. دا تاسې ته ددې ناورین پراختیا روښانه کوي. خو زه باید په ډير احتیاط سره لګه خوشنیني ښکاره کړم چې مونږ اوس په کرار کرار په دې توانیدلې یو چې لوی اورونه ګل ګړو. خو اوس هم په ډيرو ځایو کې د اور لمبې پورته دي او مونږ لا اوس هم د اور د ژر وژنې خبره نه شو کولې، خو په یو څه راتتولو یې توانیدلي یو.»

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامن نیتن یاهو پرون ماسپښین وویل چې اسراییل د دومره لوی اور په ضد په پوره توګه چمتو نه وو. نیتن یاهو د ټولو هغو هیوادونو مننه وکړه چې په اور وژنه کې یې تر اوسه د اسراییل سره مرستې وکړې. په دې کې د ترکیې هیواد هم شامل دی. ده د ترکیه د لومړي وزیر اردوګان څخه د تیلیفوني خبرو اترو له لارې مننه وکړه.

« ما همدا اوس د ترکې د لومړي وزیر اردوګان سره خبرې وکړې. ده زما سره د ترکیه او د ده د خپل اړخه د قربانیانو د 41 کورنیو لپاره خواخوږي ښکاره کړه. ده دا هم وویل چې ترکیه هر ډول مرستو ته چمتو ده. ما د ترکیې لومړي وزیر ته وویل چې مونږ په دې سخت وخت کې د دوي د شته والي په قدر پوهیږو. زه په دې خبره باور لرم چې دا به د ترکیه او اسراییل د اړیکو د ښه والي لپاره یو ښه محرک وي.»

د ځنګلونو د ادارې د معلوماتو پر اساس تر پرون ماسپښینه د اور لمبو د کارمل د غرونو د لړۍ د غونډېو، چې په اسراییل کې تر ټولو ښکلې ګڼل کیږي، د دیرشو مربع کلومیټرو ساحه ویجاړه کړې وو.

تر اوسه د اولسو زرو په شاوخوا کې انسانان د پولیسو لخو خوندي ځایونو ته لیږدول شوي دي. په دې که هغه خلک هم شامل دي چې د دې ګواښ سربیره هم د خپلو کورنو د خبر اخیستو لپاره بیرته خپلو کلو ته ستانه شوي وو.

د کې بوټس بایټ اورن د سیمې یوه اوسیدونکې، د خپل کلي د کنډواله کیدو په اړه وایې:

« هغه زما د لور کور دی او هلته لاندې زما کور دی چې په بشپړه توګه سوځیدلې دی. او هلته لګ ورهغه خوا زما د ځوي کور دی هغه هم ټول سوځیدلې. زما کورنۍ اوس هیڅ کومه سرپناه نه لري.»

د اور په وژنه کې د فلسطین د غربي ساحل د اتفایې ژغورنکې ډله هم برخه اخلي چې د اسراییلو د راډيو او تیلویزیوني شبکو د خبر له مخې د فلسطین د ولس مشر محمود عباس لخوا رالیږل شوې ده. ددې سربیره د اردن یوه شل کسیزه ډله هم د اور وژنې په کارونو کې په مرسته بوخته ده.

ویرنکوټ بریښنا صابر

کتونکی: احمد ولي اڅکزی