1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسراييلی او فلسطيني بنديانو تبادله

۱۳۸۸ دی ۲, چهارشنبه

د اپوزيسيون د مشر په حيث نيتانياهو مخکې په کتابونو او اساسي ويناوو کې د فلسطيني مليشو سره دبنديانو د تبادلې پرضد اعترافونه کول ، خو اوس ده په اساس کې فيصله کړيده چې بنديان تبادله کړی

https://p.dw.com/p/LC4H

ځکه د اسراييلو اکثريت غواړی چې بالاخره اسراييلي سرتيری ګيلاد شاليت آزاد شی.

په يوه کميټه کې چې له شپږو وزيرانو او لومړی وزير څخه جوړه شوې وه، نيتانياهو له حماس سره د بنديانو د تبادلې فيصله وکړه. خو د اسراييلو حکومت د اوه کسيزي کميټې د ساعتونو غونډي په وړاندي يو خنډ راوړی : هغه450 تنه نارينه او ميرمنې چې حماس يې د خوشی کيدو غوښتنه کوی، نسی کولای لويديځ اردن ته بيرته ستانه شی . اسراييل غواړی دوی آزاد کړی ، خو پدې شرط چه يوازي غزې او يا له هيواد څخه دباندی ولاړ سي . د اسراييلو د دفاعی چارو وزير ايهود بارک د اسراييلو موقف داسي بيانوی:

«د اسراييلو حکومت او د دفاعی چارو اداره په دې ورځو کې په چټکۍ پر دې کار کوی چې د ګيلاد د قضيې د پرمختګ لپاره سمه لاره ومومی . د وخت تيريدنه يوه ډيره حساسه موضوع ده . زه هغه څه بيا تکراروم، څه شی چې هر وخت يې وايم : لوی درستيز او زه دا يو ستر مسؤليت بولو چې د ګيلاد د کورته راوستو لپاره رسمی او اخلاقي ګامونه پورته کړو. خو نه په هر قيمت. »

د اسراييلو حکومت د حماس د غوښتنو لپاره خپل وروستی ځواب آلمانی منځګړی ته ورکړ . د اسراييلو د رسنيو د رپوټونو له مخې به دی د چارشنبې په ورځ غزې ته سفر وکړی، څو دغه ځواب حماس ته ورسوی.

دوی به بيا هم د خپلي پريکړې لپاره وخت ته اړتيا ولری . په غزه کې د حماس سياسی مشران غواړی د اسراييلو وروستی وړانديز ومنی . خو د دې په مقابل کي بيا په دمشق کې د حماس مشران او په غزه کې د حماس پوځي وزر سخت دريځ لری . د حماس غړی عزت الريشاق په دمشق کې داسي څرګندوی.

«حماس به د ايستلو تړون ونه منی . موږ به ديوه داسي يوې هڅي په وړاندي مقابله وکړو چې هغه تړون چې د بنديانو ډيره برخه پکښې له لويديځ اردن څخه شړل کيږی، تازه کوی . په خبرو اترو کې جوړه راغلې وه چې د بنديانو يوه ډيره لږه برخه به غزې ته واستول کيږي . »

په فلسطينی خوا کې هم دغه فشار وده کوی چې له دغې موقع څخه د بنديان په خوشی کيدو کې استفاده وکړی . د حماس کابينه د سې شنبې په ورځ په غزه کې سره راغونډه شوه څو د بنديانو د بدلولو پر نوو پرمختياو سره سلا مشوره وکړی .

تاماس سابو/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی : محمد قاسم نوري