1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسراييلو د کورجوړوني پروګرام غندل سوی دی

شمس الرحمن ناصر/ دويچه ويله۱۳۹۲ دی ۲۱, شنبه

اسراییلو د اردن سیند په لوېدیځ ساحل او بيت المقدس کي د ۱۸۰۰ نورو ودانیو د جوړولو نوی پلان اعلان کړ. دا کار به د سولي هغو کوښښونو ته زیان ورسوي چې تر درې کاله ځنډ وروسته د امریکا په منځګړيتوب له تیر کال راهيسي پیل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Ap7C
انځور: picture-alliance/dpa

د اسراییلي کورجوړوني پروګرام څارونکي ادارې«پيس ناو» ویاند لیور امیهايي، ویلې دي چي د جمعې په ورځ د اسراییلو له خوا د اعلان شوي پروګرام پر اساس به په بيت المقدس کې ۱۰۷۶ او د اردن په لویدیځ ساحل کې به ۸۰۱ نوي ودانۍ جوړي کړل شي. امیهايي، وايي دغه اعلان د اسراییلو د ښارجوړوني وزیر د جنورۍ میاشتې پر لسمه نېټه وکړ.

د امیهايي، په خبره ټاکل شوې ده چې د دغو کورونو ډېره برخه به يې د اردن په لوېدیځ ساحل کې د«عرفات» او «ایریل» په سیمو کې او د ختیځ بیت المقدس په رامات شلومو، راموت او پسکت زیو، په سیمو کې جوړ شي.

د فرانسې خبري آژانس په حواله تر اوسه پوري د اسراییلو د کورنیو چارو وزارت دا خبره تایید کړې نه ده. د اسراییلو له خوا د نوو کورونو د جوړولو اعلان په داسې وخت کې کیږي چې څو ورځي مخکي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د سولې د خبرو اترو په ترڅ کې د سیمي تر دورې وروسته بیرته خپل هیواد ته ستون شوی دی.

اټکل کیږي چې د کورونو د جوړولو دغه اعلان د اسراییلو له خوا نزدې لس ورځي مخکي د ۲۶ تنو فلسطينې بندیانو د آزادولو په غبرګون کې شوی وي.

د ۲۰۱۳ کال په جولای میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو په منځګړيتوب د فلسطین او اسراییلو تر منځ د سولي خبري اترې پيل شوې. د دغو خبرو اترو د شرایطو پر اساس د فلسطیني بندیانو دا دریمه ډله ده چې د اسراییلو له خوا آزادیږي. د دغو بندیانو د آزادولو پر مهال هم د اسراییلو له خوا د کورجوړوني پلان ته اشاره شوې وه.

ملګروملتونو او امریکا د اسراییلو د کورجوړوني اعلان غندلی

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندي جینیفر پساکې، د جمعې په ورځ په دې اړه وویل چې د اسراییلو دغه اقدام په سیمه کې د سولي او ثبات د راوستلو په برخه کې د امریکا کوښښونو ته ګټه نه رسوې. نوموړي زیاته کړه: «موږ اوس او هر وخت د کورونو جوړل غیر قانونو بللي دي.»

همداراز د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کې مون هم ویلې دي چې د اسراییلو دغه اعلان اندیښمن کړی دی. هغه زیاته کړې ده:«دا ډول اقدامات نه یوازي دا چې قانوني نه دي، بلکي د سولي په مخکي هم خنډ دي».

د یادونې وړ ده چې نړیواله ټولنه، ټولي هغه ودانۍ غیر قانوني بولي، چې په ۱۹۶۷کال کې تر شپږ ورځني جنګ وروسته د اسراییلو له خوا په نیول شوې فلسطیني خاوره کي جوړ شوي دي. په هغه وخت کې د اردن په لوېدیځ ساحل کې نږدې ۳۵۰۰۰۰ او په ختیځ بيت المقدس کي ۲۰۰۰۰۰ یهودان مېشته ول.