1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرايلو په راکټي حمله کي څلور تنه مړه او لس نور ټپيان سوي.

۱۳۸۶ آبان ۹, چهارشنبه

د غزې له تراډي څخه جنوب لوري ته د خان يونس پر سيمه باندي د اسرايلي راکيټونو د حملې په ترځ کي لږ تر لږه څلور تنه فلسطيني پوليس وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/DKCh
د عيني شاهيدانو او روغتونونو څخه د ورکړل سوو معلوماتو له مخي لس تنه نور ټپيان سوي هم دي.
د اسرايلو پوځ ويلي دي، چي دا عمل د فلسطنيانو لخوا د راکټونو د ورتوغولو په وړاندي يو غبرگون دی.
د اسرايلو پوځ وايي ، چي په 2005 کال کي د غزې له تراډي څخه د وتلو راايسي شاوخوا 2150 راکټونه پر اسرايلو باندي توغول سوي دي