1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائیلو د پوځي عملیاتو پر ضد نړیوالې مظاهرې

عبدلباري حيکم / آژانسونه۱۳۹۳ مرداد ۱۲, یکشنبه

په غزه کې د اسرائیلو د پوځي عملیاتو پر ضد واشنگتن، سنتایگو دې چیلي او پاریس دا ځل د سترو مظاهرو ټاټوبي ول. په دغو سوله ایزو مظاهرو کې د اسرائیلو پر ضد سخت شعارونه ورکړل شول.

https://p.dw.com/p/1Co3i
انځور: Reuters

د شنبه په ورځ په واشنگتن کې د سپینې ماڼۍ په وړاندې په زرهاو خلکو د غزې په تړانگه کې د اسرائیلو د عملیاتو پر ضد احتجاج وکړ. ډیرو مظاهره کونکو فلسطیني بیرغونه رپول او د منځني ختیځ په ساحلی سیمو کې يې د حملو د پای غوښتنه کوله.

په ځینو شعارونو کې لیکل شوي ؤ: « یهودي دولت سره دي د متحده ایالاتو مرستې ودرولې شي» او په یو بل شعار کې لیکل شوي ؤ:«اسرائیلو باندي بندیزونه ولگوئ.» په یو بل شعار کې بیا د اسرائیلو صدراعظم بنيامين نیتانیهاو له ادولف هیتلر سره پرتله شوی ؤ.

په احتجاج کی ډیری ماشومانو هم گډون درلود

مظاهره کونکي چې د امریکا متحده ایالاتو له مختلفو ښارونو څخه راغلې ول، په خاصه توگه د ولسمشر مشر د هستوگڼې ماڼۍ په وړاندي په Lafayette Park کې سره ټول شوي ول. په دې احتجاج کې یو زیات شمیر ماشومانو هم برخه اخیستې وه. د مظاهرې د سازمان ورکونکو د ویناوو له مخې په دغه احتجاج کې څه نا څه ۵۰ زرو خلکو گډون درلود. پولیسو د گډونوالو د شمیر په هکله معلومات ور نه کړل.

Gaza Israel Krieg Protest Washington Weißes Haus USA
انځور: Reuters

د غزې په تړانگه کې د جولای په اتمه د اسرائیلو د عملیاتو له پیل څخه تر اوسه پورې دا په واشنگتن کې د فلسطیني پلوو له سترو مظاهرو څخه شمیرل کیږي. دغه احتجاج ته څیرمه د اورتودوکس یهودیانو یوې کوچنۍ ډلې هم خپله مظاهر جوړه کړې او د پولیسو له خوا یې ساتنه کیدله. د دغو دواړو مظاهرو گډون کونکو یو بل ته د سپکاوي خبرې وکړې، خو د هغوی ترمنځ کوم اخ ډب پیښ نه شو.

د چیلي په پلازمینه، سنتیاگو کې هم دغه ډول احتجاجونه وشول. په نوموړي ښار کې زرهاو مظاهره کونکو له ولسمشرې، میشل باچیلیت څخه وغوښتل چې د اسرائیلو سفیر له خپل هیواد څخه وباسي او له اسرائیلو سره اړیکې وشلوي.

د فرانسې ولسمشر هم تر نیوکو لاندی راغې

په فرانسه کې هم په زرهاو خلکو د اسرائیلو د بریدونو پر ضد مظاهرې وکړې. هغوی د اسرائیلو په وړاندي د فرانسې د حکومت دریځ تر نیوکو لاندې ونیو او هغه ېې «شرموونکی» وگاڼه. په پاریس، لیون، مارسیل، لیل او د دې هیواد په ځینو نورو ښارونو کې دغه ډول مظاهرې وشوې او ځینو مظاهرو کې احتجاج کونکو داسې شعارونه لیږدول: «اسرائیل قاتل!»،« مونږ ټول فلسطینیان یو». مظاهره کونکو د فرانسې ولسمشر، فرانسوا اولانده هم تر نیوکو لاندې ونیو او هغه یې د اسرايیلو « همکار» وگاڼه. خو د پخوانیو مظاهرو په خلاف په دې اسرائیل ضد احتجاجونو کې هیڅ ډول زور زیاتی پیښ نه شو.

Gaza-Protest Paris
انځور: picture-alliance/dpa

د پاریس مظاهرو کې احتجاج کونکو د خپل ولسشمر پر ضد ډیر سخت شعارونه ورکړل. د فلسطیني ځوانانو له غورځنگ څخه، عمر السومي چې په نوموړې مظاهرې کې گډون کړی ؤ وویل: « مونږ دلته راغلي یو ترڅو له فلسطینی مقاومت څخه خپل بشپړ ملاتړ څرگند کړو او د حکومت چې اسرائیلی پلوی دریځ ېې غوره کړی دی، پر ضد احتجاج وکړو. په دغو مظاهرو کې کيڼ اړخو، کمونستانو او پانگوال ضد غورځنگونو هم گډون کړی ؤ.

د مسلمانانو د لږ ملاتړ څخه شکایت

په آلمان کې یهودیت ضد یا انتی سیمتیزم اړوند پیښو ته په پاملرنې سره په دغه هیواد کې د یهودیانو شورا شکایت وکړ چې د آلمان د مسلمانانو ټولنې د یهودیت ضد پيښو پر خلاف له نوموړې شورا سره ډیره زیاته خواخوږي او ملاتړ نه دی ښودلی. د یهودیانو د شورا رئیس، دیتر گراومن د آلمان د فرانکفورتر الگیماينر څایتونگ د یکشنبې د ورځې گڼې ته په یوه مرکه کې وویل: « که څه هم د مسلمانانو ټولنې ژمنې کوي چی هغوی د یهودیت ضد پیښو په وړاندی به په اقداماتو لاس پورې کړي، خو په مشخصه توگه داسي یو اقدام حتی په دوربین کې هم نه لیدل کیږي.» گراومن په انتقادي توگه وویل: « حال دا چې په آلمان کی د یهودیانو شورا تل د مسلمانانو په پلویتوب عمل کړی دی، خو اوس له یهودیانو سره د مسلمانانو پیوستون او ملاتړ نه لیدل کیږي.»


د اسرائیلو د عملیاتو پر ضد د آلمان د یو شمیر ښارونو فلسطیني پلوو وروستیو مظاهرو کې یهودي ضد شعارونه ورکړل شول. د آلمان حکومت دغه ډول شعارونه په کلکه وغندل. د آلمان د یهودیانو د شورا رئیس، گراومن وویل: « په تیرو اونیو کې د اعتماد فضا سخته ویجاړه شوه. اوس باید په دی لاره کې په گډه ډیر زیات زیار وایستل شی چې دغه فضا بیرته ورغول شي. په آلمان کې اوس تر پخوا زیات یهودیان د ناامنۍ احساس کوي.»

په آلمان کې د مسلمانانو د شورا رئیس، ایمان مایزیک دا تورونه رد کړل چی گواکې مسلمانان په دې اړه « غیر فعال» پاتې شوي دي. نوموړي هم د فرانکفوتر الگماینر د یکشنبی د ورځې گڼې ته وویل: « د جمعې د ورځې په لمونځونو کې او دغه راز له ځوانانو سره د نظریانو په تبادلو کې د مسلمانانو اتحادیو او ټولنو په ډیره پراخه کچه د یهودیت ضد پیښو باندي خبري کړي او هغه یې غندلي دي.» مایزیک څرگنده کړه چې د اسرائیلو د عملیاتوپه وړاندي د نیوکو او د یهودیت ضد مسایلو تر منځ باید ستر توپیر وشي. هغه وویل: «اسلام اصولا د هر ډول توپیر پالنې پر ضد دی، که دا توپیر پالنه د یهودیت پر ضد وي او که د مسیحیت پر ضد.»