1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ نوی اخ و ډب

عبدالباري حکيم/ آژانسونه۱۳۹۳ تیر ۱۵, یکشنبه

د یو فلسطیني ځوانکي د خښولو له مراسمو څخه وروسته د اسرائیلو په مختلفو سیمو کي په یو لړ سختو اله گولو لاس پورې شوی دی. یو گڼ شمیر مظاهره کونکي چی په هغو کي د متحده ایالاتو یو تبعه هم شامل دی، نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/1CWYN
انځور: DW/A. Samara

د احتجاجونو لمن د ختیځ بیت المقدس له مرکز څخه د اسرائیلو شمال ته اږده شوې ده. د اسرائیلو په هغو سیمو کي چي عربان اوسيږي هلته له پولیسو سره په اخ او ډب لاس پورې شوی دی. اسرائیلی پولیسو رپوټ ورکړ چي په شمال ختیځ کی د طیبه، جلجولیه او قلنسوا ښارونو او دغه په فهم او نصرانیه کي اله گولې پیښې شوي دي. د پولیسو د وینا له مخې کابو ۳۵ فلسطینیان او عربي اسرائیلیان نیول شوي دي.

د متحده ایالاتو اتباع هم نیول شوي دي

په نیول شوو کسانو کي امریکایی تبعه، طارق ابو خضیر هم شامل دی. دغه ۱۵ کلن ځوانکی د چهار شنبه په ورځ د وژل شوي فلسطیني ځوانکي محمد ابو خضیر د تره زوی دی. د هغه مور او پلار د فرانس پرس خبري آژانس ته وویل چی طارق د پنجشنبه په ورځ وروسته له هغې چی د پولیسو له خوا وډبول شو، ونیول شو.

یو ویدیو چی په انترنت کی خپره شوې ده، ښکاره کوي چي د اسرائیلو سرحدي پولیسو یو شخص مخکې له دې چې بې هوښه شي، پر ځمکه څملولی او تر لغتو لاندي ېې ډبوي او له هغې وروسته له خپلو ملگرو سره یې ځان سره لیږدوي. د پولیسو یوې ویاندې دا خبره رده کړې ده چی دغه تر وهلو او ډبلو لاندي شخص، طارق ابو خدر دی. خو له دغې پیښې څخه د شپږو فلسطینیانو له خوا چي په هغو کي ابو خضیر هم شامل ؤ، عکاسي شوې ده.

د امریکا متحده ایالاتو د دغې پیښې د سمدلاسه روښانه کولو لپاره غوښتنه کړې ده. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوې وینا پاڼې کي د اسرايیلو په اله گولو کي له زورزیاتیو سره جوخت د « سختو عملیاتو» په هکله ژوره اندیښنه څرگنده کړې ده. په عین وخت کې نوموړي وزارت دا خبره تصدیق کړې ده چی د متحده ایالاتو دغه تبعه د بیت المقدس په توقیف کي دی.
د متحده ایالاتو د قونسلگرۍ یو استازي له هغه سره د شنبه په ورځ ولیدل.

Israel - Gewaltsame Proteste auf der Strasse
انځور: Getty Images

وژل شوي فلسطیني ځوانکي پر سر احتجاجونه

په اسرائیلو کي د احتجاجونو دغه نوې لړۍ وروسته له هغې پیل شوه چي د یو فلسطیني ځوانکي مړی وموندل شو. د رپوټونو له مخي محمد ابو خضیر په ختیځ بیت المقدس کې د تیرې چهارشنبې په ورځ سهار وختي وتښتول شو. څو ساعته وروسته د ښار په لویدیځه برخه کی د هغه سوځول شوی جسد وموندل شو.

د شنبه په ورځ د خپارو شوو عدلي طبي نتایجو له مخې داسي ښکاري چي دغه ځوانکی ژوندی سوځول شوی دی. گمان کیږي چي محمد بوخدر د اردن د سیند په لویدیځه غاړه کي په لومړي سرکي د درو لادرک شوو او وروسته وژل شوو اسرايیلي ځوانکیو په بدل کي وژل شوی دی. فلسطینیان د دغې پیښې ملامتیا پر یهودي افراطینو اچوي.

په عین وخت کې د غزې له تړانگې څخه پراسرائیلي سیمو باندي نوي توغندي بریدونه شوي دي. د اسرائیلو پوځ د شنبه په ورځ د ۱۸ توغندي او هاوان بریدونه شمیرلي دي. وروسته له کابو دوو کلونو د اسرائيلو بیدیایي ښار بېر شبع ا تر ډزو لاندي پرېوت. په تل ابیب کي د اسرائیلو د پوځ یوې ویاندې وویل چي د «گرید» له ډول څخه یو توغندی د دفاعي سیستم له خوا ونیول شو. هغې وویل چی د ساحلي ښار، عسقلان باندي درې توغول شوي توغندي په هوا کي شنډ کړای شول. په مقابل کي د اسرائیلو هوايي ځواک د غزې په تړانگه کي د تندلاري حماس ډلې پر یو شمیر هدفونو باندي هوایی بریدونه وکړل.