1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائيل او سوريې په قضيه کي د روسيې اندېښنه

مسعود جهش (ap,Reuters,dpa)۱۳۹۱ بهمن ۱۲, پنجشنبه

روسيې پر سوريې باندي د اسرائيلو د احتمالي هوايي بريدونو په اړه انديښنه ښوولې ده او ويلي ئې دي که د دغه بريدونو په اړه راپورونه تائيد سي دا به د ملگرو ملتونو له قوانينو څخه ښکاره سرغړونه وي.

https://p.dw.com/p/17Uyy
An Israeli Air Force fighter jet releases flares during an acrobatics display during a graduation ceremony in the Hatzerim air force base near the southern city of Beersheba, Israel, Thursday, Dec. 27, 2012. (Foto:Ariel Schalit/AP/dapd)
Symbolbild Israelische Kampfjets bombardieren syrisches Militär bei Damaskusانځور: dapd

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جنورۍ ۳۱) په مسکو کې ويلي دي چې د هر بل هيواد له خوا پر يو بل خپلواک هيواد باندي بريد د «منلو» نه دی.

د سوریې دولتي تلویزیون د چهارشنبې په ورځ پر اسرائیلو باندي تور ولګاوه چې د دمشق او لبنان د پولې تر منځ یې پر یوه پوځي څېړنیز مرکز باندي هوایي بریدونه کړي دي، چې په پایله کې یې د دې مرکز دوه کارکوونکي وژل شوي دي. خو سوریې هغه خبرونه چې اسرائیلو د لبنان پولې ته نزدې یو سوریایي قطار هم په نخښه کړی دی، رد کړی دی.

اسرائیلو د سوریې د دغو ادعاګانو په اړه څه نه دي ویلي چې گويا اسرائیلي جنګي الوتکو د لبنان پولې ته نزدې د سوریې پر یوه څیړنیز مرکز او یوه قطار باندې بریدونه کړي دي.

له بلې خوا حزب الله د پنجشنبې په ورځ وویل، چې اسرائیلو په سوریه کې پر یوه څېړنیز مرکز باندې برید کړی دی. دې ډلې زیاته کړې ده، چې اسرائیل له دې لارې غواړې د سوریې پوځي وړتیاوي راکښته کړې. حزب الله په یوه بیانیه کې وویل: «حزب الله د سوریې له رهبرۍ، خلکو او پوځ سره خپل یووالي ښيي.»

دا په داسې حال کې ده چې د سوریې پاڅون کوونکو د خبر دغه بڼه رد کړې ده او ادعا یې کړې ده چې څېړنیز مرکز د هغوی د هوانونو په واسطه په نخښه شوی دی.

«کتار لبنان ته روان وو»

تر دې مخکې غربي او د منځني ختیځ سرچینو ادعا کړې وه چې د موټرو په هغه کتار کې چې ویل کیږي د اسرائیلو له خوا ورباندي برید شوی دی، د الوتکو ضد او د لیري واټن وشتونکي توغندی بار ول.

زیاته شوې ده چې دغه کتار له سوریې څخه د لبنان پر لور روان وو. د رویترز خبري آژانس د یوې منبع په حواله لیکلي دي چې په دې کتار کې له ایران څخه رارسیدلي وسلې د سوریې له لاري لبنان ته رسیدې. ایران د حزب الله نزدې ملګری بلل کیږي.

په همدې حال کې د اسوشیتد پرس خبري آژانس د یو شمیر چارواکو په حواله ویلي دي چې اسرائیلو غوښتل د SA-17 ډوله روسي توغندیو یو کتار تر برید لاندي راولي. که دغه ډول توغندی د حزب الله لاس ته ورسیږي نو کیدای شي چې د اسرائیلو بې پیلوټه الوتکو، څرخي او جټ الوتکو له پاره ستونزي رامنځته کړي. تر دې مخکې په ۲۰۰۶ کال کې اسرائیلو او حزب الله له یو بل سره جکړه کړې وه.

په وروستیو وختونو کې اسرائیلي لوړ پوړو چارواکو په دې اړه اندیښنه څرګنده کړې وه چې د ولسمشر بشارالاسد رژیم کیدای شي چې کیمیاوي وسلي حزب الله ته ورکړي. که دا کار وشي نو د اسرائیلو له پاره به ډیري لويي ستونزي رامنځته شي.

«په کتار کې کیمیاوي وسلې بار نه وې»

د رویترز خبري آژانس د اروپايي او امریکايي سرچینو په حواله لیکلي دي چې هغوی پر دې خبره باندې ډاډه دي چې په هغه کتار کې چې ویل کیږي د اسرائیلو تر برید لاندي راغلی دی، کیمیاوي وسلې نه وې بار شوې. په همدې حال کې د لبنان پوځ ویلي دي چې په وروستیو وختونو کې اسرائیلي جنګي الوتکو پر لبنان باندي خپلې الوتکې ډیرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو هغه اداره چې د لبنان-اسرائیلو د پولې په اړه څیړنې کوي هم ویلي دي چې هغوی د سوریې-لبنان پر پوله د کوم هوایي برید په اړه معلومات نه لري.