1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائيلو پلان په اروپا کي له احتجاجونو سره مخامخ سو

۱۳۹۱ آذر ۱۳, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16uwW

د فلسطینانو په خاوره کې د نوو میشتځایونو د جوړیدو له امله اسرائیل په اروپا کې له نیوکو سره مخامخ شوې دی. په لندن، پاریس او ستاکهولم کې د اسرائیلو سفیران د نوو شخړییزو ميشت ځایونو د جوړولو له امله د احتجاج په توگه د بهرنیو چارو وزارتونو ته وربلل شوي دي. د المان صدراعظمې انگلا میرکل هم پر دغو طرحو باندې په غیرعادي توگه سخته نیوکه کړې ده. د آلمان د حکومت ویاند شتیفن زایبرت، ویلي دي چې د المان دولت د دغه طرحو پر وړاندي «ډیر اندیښمن دی». هغه زیاته کړې ده چې اسرائیلو په دې ډول د سولې د پروسې له پاره «د خبرواترو له پاره د چمتووالی باور» کمزوری کوي. د آلمان حکومت ویاند وویل: د دې تر څنگ د یوه فلسطیني دولت رامنځته کیدل چې آلمان یې هم غواړي له پاره فضا تنگیږي. د نوو میشت ځایونو جوړول د آلمان د حکومت او د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په برلین کي د لیدني کتني مهمه موضوع جوړوي.