د اسرائيلو پارلماني ټاکنې په جنورۍ کي تر سره کيږي
۱۳۹۱ مهر ۲۳, یکشنبهاعلان
د اسرائیلو کابينې اعلان کړی دئ چي پارلماني ټاکني به تر خپل وخت دمخه د جنورۍ پر ۲۲ نېټه تر سره سي. د پخواني پلان له مخي ټاکني بايد د راتلونکي مېلادي کال په اکتوبر مياشت کي تر سره سوي وای. د دې تر مخه د دغه هيواد لومړي وزير بنيامين نتنياهو د وخت تر مخه انتخاباتو اعلان کړی وو، او وجه ئې د بوديجې پر سر اختلافات بللي ول. د دغې پرېکړي د حتمي کېدلو له پاره بايد د دوشنبې په ورځ د اسرائیلو پارلمان هم هوکړه ورکړي.