1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسد ځواکونو له داعش څخه تدمر ښار ونيو

۱۳۹۵ فروردین ۸, یکشنبه

د رسنيو د راپورونو له مخي د سوريې د واکمن بشارالاسد ځواکونو د پالميرا يا تدمر ښار په بشپړ توګه له داعش څخه نيولی دی. داعش دغه ښار د تېر مېلادي کال په می کي نيولی ؤ.

https://p.dw.com/p/1IKQk
انځور: Reuters/Sana

پالميرا چي په عربي ورته تدمر هم ويل کيږي، د سوريې هغه واحه يي يا د صحراؤ تر منځ زرغون ښار دی چي د ۲۰۱۵ کال د می په مياشت کي د داعش يا «اسلامي دولت» له خوا نيول سوی ؤ. په دغه ښار کي ډېر لرغوني آثار او ودانۍ هم موجوده دي چي د داعش له لوري د نيول کېدو وروسته يې په هکله زياتي اندېښنې رامنځ ته سوي وې. داعش د دغه ښار د نيولو وروسته يو شمېر داسي لرغوني ودانۍ او مجسمې ماتي کړي وې، چي يونيسکو د نړۍ د ميراث په توګه نومولي وې.

اوس د بشارالاسد ځواکونه وايي چي د تدمر ښار يې په بشپړه توګه له داعش څخه بېرته نيولی دی. په لندن کي مېشته د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان هم ويلي دي چي تدمر د سوريې د حکومتي ځواکونو لاس ته لوېدلی دی. دا د هغه وروسته چي د دغه ښار د نيولو له پاره د داعش د جنګياليو سره سختي نښتي رامنځ ته سوې.

د سوريې د حکومتي ځواکونو يو استازي و فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي دي چي پالميرا له سختو جګړو وروسته د دوی لاس ته لوېدلی دی. دغه کس ويلي دي چي د داعش جنګيالي له ښار څخه پر شا سوي دي.

د سوريې پوځ ويلي دي چي د پالميرا لرغوني ځايونه او په همدې ډول د اوسېدو سيمه يې په بشپړه توګه له داعشيانو څخه نيولې ده. ويل سوي چي د داعش جنګيالي د رقعه، ديرالسور او د سوريې و شمال او ختيځ هغو نورو سيمو ته پر شا سوي دي، چي لا تر اوسه د داعش تر کنټرول لاندي دي.

د ولسمشر بشارالاسد ځواکونو ويلي دي چي کارپوهان يې په دې مصروف دي چي په پالميرا کي د داعش له لوري پټ کړل سوي ماينونه خونثی کړي. ويل کيږي چي د پالميرا يا تدمر د ښار بېرته نيول کېدل د سوريايي ځواکونو له پاره يوه لويه پوځي بريا ده.

د تدمر ښار له هغه وروسته بېرته نيول کيږي چي دوې اونۍ پرله پسې ورباندي جګړه وسوه. د دغه ښار د بېرته نيولو په جګړه کي د روسيې هوايي ځواکونو د بشارالاسد د ځواکونو هوايي ملاتړ کاوه.