1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسد پرتندي د بریالیتوب نخښي

۱۳۹۶ مرداد ۳۱, سه‌شنبه

د سوریې ولسمشر بشارالاسد د دغه هیواد لسهاوو ډیپلوماټانو ته د وینا په ترڅ کې پر ځان ډیر متکي ښکاریده او د نورو موضوعاتو ترڅنگ هغه روښانه کړه چی له هغو دولتونو سره به گډ کار ونکړي چې له ترهگرو سره خپلی اړیکی قطع نه کړي.

https://p.dw.com/p/2idLt
Syrien Präsident Assad - Rede vor Diplomaten in Damaskus
انځور: picture-alliance/AP Photo/Syrian Presidency

د بشار الاسد دغه خبره ډیرو هیوادونو لکه ځینی عربي هیوادونو او په عربي نیمه ټاپو کې ټولو مخکښو دولتونو او همدا راز ګڼ شمیر اروپايي هیوادونو او د امریکا متحده ایالاتو ته متوجه کیږي. د سوریې ولسمشر اسد په دې ټولو هیوادونو تور پورې کوي چې له ترهګرو سره ګډ کار کوي.

په عین وخت کې بشار الاسد د خپلې خوشبینۍ له پاره دلیل هم لري او هغه دا چې اسد درې ورځی وروسته تر هغه خپله وینا کوي چی یوه جهادیست په بارسلونا کی د یوه موټر په واسطه ۱۴ انسانان ووژل او څه د پاسه ۱۰۰ تنه نور یې ټپیان کړل. دغه ډول بریدونه نه یوازې د سوریې د ولسمشر د پاره په اصطلاح یوه تحفه ده بلکې د دې سبب هم کیږي چی هغه مخ په زیاتیدونکي ډول د هغو کسانو په سترگو کې چی تر اوسه یې مخالف دي، د یوه ممکنه متحد ځای غوره کړي.

اسد راټولو سوو ډیپلوماتانو ته وویل چی په غرب کی داسې اونۍ نسته چی د داعش له خوا دې کوم ترهگريز برید تر سره نه سي. نوموړي په دې هکله وویل: « دغه ډول حالت غربي سیاستوال دې ته مجبور کړي چی د اسد پر وړاندې خپل دریځ ته تغییر ورکړي.»

د داعش پرضد مبارزه لومړیتوب لري

د سوریي حالت ته په کتو سره د ډیر وخت راهیسی د امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې په دې سیمه کې خپله نوې تګلاره عملي کړي. څو اونۍ مخکې د امریکا ولسمشر دونلد ترمپ څرگنده کړې وه چې د اسد د مخالفینو څخه د ملاتړ له پاره د CIA یو پروگرام په ټپه دریدلی دی. په دې ډول هغه د نوموړي کمپنۍ د نه بریالیتوب پرضد عکس العمل ښودلی دی. په سوریه کې په دې وروستیو کې د هغو په زرهاوو جنگیالیو څخه چې د امریکا متحده ایالاتو لخوا روزل شوي، له دوی څخه لږ شمیر یې ځانونه د با اعتماده متحدینو په ډول ثابت کړل.

Syrien Krieg - Zerstörung & Evakuierungen in Aleppo
انځور: Getty Images/AFP/Y. Karwashan

امریکا متحده ایالات نه یوازې د دې پروګرام له لارې غواړي دا وښيي چې د اسد له مخالفینو یې فاصله نیولې، بلکې غواړي په عین حال کې روسیې ته هم ځان نژدې کړي چی تل یې د اسد ملاتړ کړی.

دا پداسي حال کی ده، چی د امریکا متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن د اگست میاشتې په پیل کې د امریکایي تلویزیوني چینل «فوکس نیوز» سره په یوه مرکه کې ویلي وو چې «بیا هم هڅه کیږي، ددې مخنیوی وسي چی اسد دې پر قدرت پاته سي.»

تیلرسن دا هم ویلي چی متحده ایالات د روسیې سره یوه ګډه علاقمندي لري او هغه دا چې یوه باثباته او متحده سوریه رامنځته سي. خو د روسیې په نظر دا کار لږ تر لږه په منځمهاله ډول، یوازې د اسد په مشرتوب امکان لري.

د متحده ایالاتو «ځنډنۍ» تگلاره

په دې ډول د ترمپ اداره بیا هم د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واک په شان یوه ځنډنۍ تگلاره وړاندې کوي. د دې کار علت واضح دی او هغه دا چې په واشنگتن د اسلامي دولت او القاعدې په څیر نورو ترهرګرو جهادي ډلو ته د یوه جدي خطر په سترگه کتل کیږي.

د (Think Tank) په نامه یوه محافظه کاره امریکایي انستیتوت په یوه پروژه کې راغلي چې «جهادي حرکتونه په مجموع کی د امریکا متحده ایالاتو، غرب او اسلامي نړئ له پاره یو گواښ دي.»

دغه انستیتوت همدارنگه ویلي دي، چی: «اروپا او امریکا تر اوسه پورې د دومره ډیرو ترهگري بریدونو سره نه وه مخامخ سوې. او دغه ډول مقابلې ته نه د ناکامۍ او نه هم د بشپړ بریالیتوب نوم ورکولای سو. له بلې خوا مخالفین هم  په هیڅ صورت د تیښتې په حال کی نه دي او زیاتره وخت داسې ښکاري چې موږ د ماتې په حال کې یو.»

آیا حزب الله ته د یوه متحد په سترگه کتل کیږي؟

د اگست په پیل کی د ها آریڅ په نامه اسراییلۍ ورځپاڼې رپوټ ورکړی وو چې «داسې ښکاري چې دغه ډول وړاندوینه په واشنگتن کې مخ په زیاتیدو وي. د دې کار سیاسي عواقب داسي ښکاري چې امریکایي ځانگړي ځواکونه د لبناني پوځ سره په گډه د داعش د پوځیانو سره په مقابله کې تمرینونه کوي.»

خو لبناني پوځ بیا نه غواړي په ښکاره ډول ځان د موازي پوځ اود ایران له متحد حزب الله څخه جلا کړي. نوموړې ورځپاڼه زیاتوي چی نه یوازې لبنان بلکې حزب الله هم په اصطلاح په خاکي زون کی پاته دي. دا په دې معنی چی نه لبنان یو واقعي دولت دی او نه هم حزب الله په بشپړ ډول یوه ترهگره ډله ده.»

Syrien Aleppo Ruine Carlton Hotel
انځور: Reuters/O. Sanadiki

ناسمه جگړه

د دې ټولو ترڅنګ د جهادیستانو له گواښونو څخه هغه عواقب چی د اوباما او په تیره بیا د ترمپ اداره یې راباسي، بیا هم تر پوښتنې لاندې دي. په واشنگتن کی د (Think Tank) د انستیتوت په پلټنو کې راغلي چې روسیې ته نږدې کیدل خطرناکه دي. تر ټولو د مخه د نوو متحدینو انتخاب ستونزمن دی. «سُني عربان د امریکا متحده ایالاتو ته د روسي ـ ایراني ائتلاف د یوه متحد او د تیرو جنایتونو د مجرم په سترگه گوري.»

داسي ښکاري چی ترهرڅه وړاندې، اسد لږ تر لږه غواړي په واکې کې پاتې شي او تر اوسه پورې خپل دې هدف ته رسیدلی چی د جهادیستانو پرضد ځان ډیر قوي وښیی.