1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسد مخالفینو درنې وسلې تر لاسه کړي دي

۱۳۹۴ مهر ۲۸, سه‌شنبه

د اسد د مخالفینو ملاتړو هیوادونو په سوریې کې د روسیې او ایران د پراخې مداخلې په ځواب کې، یاغیانو ته لا ډیري وسلې او تجهیزات ورکړي دي. اوس نو د بشارالاسد مخالفي ډلي د ټانکونو ضد توغندي هم په اختيار کي لري.

https://p.dw.com/p/1GqnP
Syrien Kämpfe zwischen IS und Rebellen bei Allepo
انځور: Getty Images/AFP/Z. Al-Rifa

د حلب ښار ته نزدې اوس هم د بشار الاسد او د هغه د مخالفو ځواکونو تر منځ نښتې روانې دي. د اسد مخالفو ډلو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې اوس ورته ملاتړو هیوادو د ټانکونو ضد توغندیو په ګډون لا ډیري وسلې او تجهیزات ورکړي دي.

د رویترز خبري آژانس په حواله چې د یاغیانو له درو بېلو بېلو ډلو سره یې خبرې کړي دي، دغه نوي تجهیزات پر سوریایي یاغیانو باندي د اسد ځواکونو د نویو پراخو بریدونو په ځواب کې هغوی ته ورکړل شوي دي.

د اسد ځواکونو تیره اوونۍ په سوريه کې د روسيې د هوایي بریدونو له پیلیدو او همداراز د ایران او حزب الله له ځمکنیو بریدونو سره سم، پر یاغیانو باندې بریدونو ته زور ورکړی دی.

رویترز خبري آژانس ویلي دي چې په امریکا متحدو ایالاتو کې جوړ شوي د ټانکونو ضد توغندي، په سوريه کې د ایران او روسیې د مداخلې پر وړاندي د اسد د مخالفو هیوادونو لومړی اقدام دی. سعودي عربستان، ترکیه او قطر د اسد رژیم مخالف هیوادونه دي چې یاغیانو ته د وسلو ورکولو ملاتړ یې کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اسد مخالفي ډلې وایی چې د جګړې جدیوالي ته په کتو سره دغو ډلو ته یوازې د دې اندازه وسلو ورکول بسنه نه کوي. هغوی وایي چې د روسیې له هوایي بریدونو سره پر ځمکه هم په څو جبهو کې جګړه تنده شوې ده.

د اسد د څو پارچه شوو مخالفانو د ملاتړ هڅه

د اسد رژیم مخالف هیوادونه له یوې مودې راهیسې د هغه د مخالفو ډلو صلاحیتونه څیړې او ډیر وخت ورته د ترکیې له لارې تجهیزات رسوي. دا هغه برنامه ده چې امریکا متحد ایالات یې هم ملاتړ کړی دی.

د اسد دغه مخالفي ډلي د «سوریې د آزاد پوځ» تر بیرغ لاندي جنګیږي خو یوه واحده قومانده نه لري او تر یوه حده پورې د افراطي ډلو لکه «النصره جبهه» او همداراز د اسلامي دولت ترهګري ډلي تر تاثیر لاندي راغلي دي.

د اسد رژیم ځواکونو د حلب ښار پر سویل باند د برید په پایله کې یو شمیر سیمي په خپل کنترول کې راوستي دي. د سوریې دولتي تلویزیون خبر ورکړی دی چې د دولتي ځواکونو د حلب په سویل کې د «السابقیه» ښار کنترول تر لاسه کړی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب