استرالیا: ۱۲۵ پناه غوښتونکي وژغورل شول
۱۳۹۱ تیر ۷, چهارشنبهچارواکو د چهارشنبې په ورځ خبر وکړ چې د پناه غوښتونکو یوه کښتۍ د استرالیا په اوبو کې ډوبه شوې ده. هغوی زیاته کړه ده چې تر اوسه پورې ئې په اوبو کې یو مړی موندلی دئ. د دغو چارواکو په خبره په کښتې کې له عادي اندازې څخه ډیر مسافر لیږدول کیدل.
د دې کښتۍ تر ډوبیدو وروسته درو سوداگري کښتیو د هغې د مسافرو له ډلې څخه ۱۲۵ کسان ژغورلي دي. د استرالیا د بحري امنیت ادارې ویلي دي چې د پاتې ۲۰ تنو لادرکو پناه غوښتونکو د موندلو له پاره هوايي او سمندري عملیات روان دي. لا تر اوسه پورې د دې کښتۍ د مسافر هویت نه دئ بربنډ شوی، خو اټکل کیږي چې په دې کښتۍ کې ډیری افغان کډوال سپاره ول.
د کښتۍ د ډوبیدو سیمه د کریسمس او د اندونیزیا د جاوه د جزیرو تر منځ پرته ده. د چارواکو په خبره کیدای شي په دې وړوکې کښتۍ کې له ۱۵۰ څخه ډیر پناه غوښتونکي انتقالیدل.
د استرالیا لومړۍ وزیرې جولیا گیلارد، د خپل هیواد پارلمان ته ویلي دي چې دوه استرالیايي جنگي کښتۍ او یوه الوتکه اوس د ژغورنۍ په عملیاتو اخته دي.
د استرالیا د سمندري امنیت د ادارې ویاندې میرمن جو میهان، ویلي دي د پناه غوښتونکو د د کښتۍ تر ډوبیدو څلور ساعته وروسته، لومړۍ سودا گري کښتۍ سیمې ته رسیدلې ده.
تیره اونۍ هم د استرالیا په اوبو کې د یوې ډوبې شوې کښتۍ له ۲۰۰ تنو مسافرو څخه ۱۱۰ تنه ئې وژغورل شول. د هغوی په ډله کې ډیر شمیر افغانان هم شامل ول. په دې ترتیب سره نو د کښتۍ د ډوبیدو په دې پېښه کې له ۹۰ څخه ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
ډیر شمیر پناه غوښتونکې له افغانستان، عراق، سریلانکا او نورو هیوادونو څخه استرالیا ته د پناه غوښتلو له پاره ورځي. هغوی دې هیوادونو ته د رسیدو په موخه له کښتیو څخه کار اخلي. دغه کښتۍ ډیر وخت وړوکې او زړې وي نو له همدې کبله خپل هدف ته تر رسیدو مخکې ډوبیږي.
د تیرې اونۍ تر پېښې وروسته، استرالیايي سیاستوالو پر دې باندې خبرې وکړي چې څرنگه کولای شي پناه غوښتونکي استرالیا ته له دې خطرناکه سفر څخه منع کړي.
د استرالیا حکومت وایي چې غواړي هغه پناه غوښتونکي چې د کښتیو په واسطه استرالیا ته رسیږي مالیزیا ته واستوي او یوازې هغه گډوال ومني چې د ملگرو ملتونو له خوا په رسمیت پیژندل شوي وي، خو د استرالیا اپوزیسیون له دې وړاندیز څخه ملاتړ نه کوي ځکه چې مالیزیا د کډوالو د وضعیت په اړه کانویسیون نه دئ لاسلیک کړی.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل