د استرالیا سمندري ځواکونو د کډوالو یوه کښتۍ ژغولرې ده
۱۳۹۱ مرداد ۲۰, جمعهاعلان
د استرالیا سمندري ځواکونو ۲۰۰ هغو کډوال ژغورلي دي چې کښتۍ ئې د ډوبیدو له گواښ سره مخامخ وه. استرالیایي چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې دغه کډوال په اندونیزیا کې د کرسمس په نامه د جزیرې چارواکو ته چې استرالیا پورې اړه لري سپارل شوي دي.