د استراليا په جوړولو کي د افغانانو ونډه
۱۳۹۱ مهر ۲, یکشنبهپه استرالیا کي يوه افغان فلم جوړونکی فهيم هاشمي اوس د هغو افغانانو ژوند په يوه فلم کي وړاندي کوي، چي نزدې ۱۵۰ کاله د مخه شاوخوا ۳۰۰۰ افغانان له ۸۰۰۰ اوښانو سره يو ځای استراليا ته لېږدول سوي ول.
د فلم د جوړونکي په خبره دغه افغانان، هغه مهال ځکه د انگريزانو له خوا استراليا ته لېږل سوي ول، چي دوی له خپلو اوښانو سره په دښتونو کي د کارکولو مقاومت لري. د هغه په خبره په دغه فلم کي د افغانانو هغه سفرونه ښوول کيږي، چي د استراليا له شمال څخه به ئې جنوب ته کول.
د فهيم په خبره دغو افغانانو په استراليا کي د اورگاډی خط او تلگراف چي استراليا ئې له بريتانيا سره وصل کړ جوړ کړي دي.
دغه يو ساعته مستند فلم د هغو اسنادو او کتاب پر بنسټ جوړ سوی دئ، چي د افغاني څاروانانو په نامه ياديږي. فلم ټول په استراليا کي جوړ سوی دئ.
ويل کيږي، چي د دغو افغانانو ډيری په هغه وخت کي بيرته افغانستان ته را ستانه سوي دي، خو يو شمېر ئې هلته پاته سوي دي او د استراليا له ځايي اوسيدونکو سره ئې ودونه کړي.
دغه افغانان له کورنيو پرته هغه وخت استراليا ته لېږل کېدل. په فلم کي يادونه سوې ده، چي افغانان هغه لومړني مسلمانان دي چي استرالیا ته رسېدلي دي او د دغه هيواد په جوړولو کي ئې سخت کار کړی دئ.
دغه فلم دغه راز دا ښيی چي پخوا په استراليا کي له افغانانو سره څه ډول چلن سوی دئ.
دغو افغانانو د استراليا په پرمختگ کي ستر کارونه کړي دي. خو په پای کي ئې کارنامې چي نه دي يادي کړي او اوس هم ئې څوک نوم نه اخلي.
هوشنگ هاشمي/ هرات
کتونکی: نجيب الله زيارمل