د استامبول د غونډي تر مخه په کابل کي مقدماتي غونډه
۱۳۹۰ مهر ۲۵, دوشنبهد دې ناستي له پاره د افغانستان د بهرنيوچارو وزارت سياسي مرستيال او يو شمير نور افغان ډيپلوماټان د سيمه ييزو هيوادونو د ځينو چارواکو سره په ګډه يو شمير ملکونو ته سفرونه کړي او د مقدماتي مسايلو پر سر يې خبري کړي دي.
د استامبول غونډه پر داسي مهال جوړيدونکې ده، چي د افغانستان سياسي حالت د تيري يوې لسيزي په پرتله تر بل هر وخت ډير پيچلی او خطرناک حالت ته ننوتی دئ.
د بهرنيو چارو وزارت نطاق جانان موسي زي، په کابل کي د يوې خبري غونډي پرمهال وويل، چي د راتلونکي جمعې په ورځ به د افغانستان او د هغو هيوادونو د استازو تر منځ د چمتوالي غونډه وسي، چي د استامبول په ناسته کي ګډون کوي.
د اروپايي ټولني، آلمان، ناروي، جاپان فرانسې او هسپانيې په ګډون به د يو شمېر غربي دولتونو استازي هم په دغه ناسته کي د څارونکو په توګه برخه واخلي.
په کابل کي د استامبول د غونډي تر مخه د جوړيدونکي مقدماتي ناستي اصلي هدف د غونډي پرمنځ پانګه خبري اتري ښودل سوي دي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسي زي په خبره د امادگۍ غونډه د ميزان پر دېرشمه په کابل کي جوړیږي.
اوس داسي ښکاري، چي د کابل حکومت د ترکيې او بن د دوهمي غونډي څخه ډيري هيلي لري.
ځکه له يوه لوري له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو نېټه را روانه ده او له بلي خوا افغان حکومت هڅه کوي چي د نړيوالو چينلونو له لاري پر خپل ګاونډي پاکستان زور واچوي تر څو د طالبانو اوحقاني شبکې له ملاتړ څخه لاس واخلي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسي زی وايي، چي د استامبول په غونډه کي د پاکستان اوايران استازي هم د اصلي څيرو په توګه برخه لري.
نوموړی وايي، چي د دغو دوو ملکونو د اتسازو تر څنګ به د ترکيې، چين، قزاقستان، ترکمنستان، قرغزستان، ازبکستان، تاجکستان او عربي متحده اماراتو استازي دغوندي اصلي ګډون وال وي.
افغانستان چي د اسيا د زړه او د جنوبي او منځنۍ اسيا تر منځ د يوه مهم نښلونکي پله حيثيت لري په دي لټه کي دی، چي د امنيت په راوستلو سره خپله اقتصادي وړتيا د هغو سوداګريزو قافلو له لاري غښتلې کړي، چي تمه يې کيږي د افغانستان له لاري د جنوبي او منځنۍ اسيا تر منځ تګ را تګ وکړي.
خو په عيني حال کي ددغه هيواد امنيت د سيمي له امنيت سره تړلی دی، او هڅه کيږي چي د افغانستان لانجې ته سيمه ييزه حل لاره پيدا سي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل