1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د استازو سر خلاصی ليک: ځانگړې محکمه دي لغوه سي

۱۳۹۰ خرداد ۲۴, سه‌شنبه

د ولسي جرگې تر 140 تنو ډيرو غړيو يو داسي سرخلاصی ليک امضا کړی، چي پکښي راغلي، که ځانګړې محکمه د دغي ډلي څخه يو استازی هم د پارلمان څخه وباسي نو دغه ټول کانديدان به پارلمان تحريم کړي.

https://p.dw.com/p/11a3Z
د افغانستان پارلمان غړي
د افغانستان پارلمان غړيانځور: DW

د ټاکنو ځانګړې محکمه تير کال د ولسمشر کرزي په امر جوړه سوه ترڅو د افغانستان د ټاکنو تخطي وڅاري. دغي محکمې لا تر اوسه پوري خپله پريکړه نه ده اعلان کړې.

د ولسي جرګې يوغړي، اسدالله سعادتي، د سې شنبې په ورځ د دغه سرخلاصي ليک په اړه ژورنالستانو ته وويل چي، د ولس دغه شمېر استازي د ځانګړي محکمې د لغوه کيدو غوښتونکي دي.

«د ولسي جرګې 140 تنو استازو يو داسي سرخلاصي ليک امضا کړی چي پکښي ويل سوي، که ځانګړې محکمه له دغي ډلي څخه يو تن هم له پارلمان څخه وباسي نو دغه ټول استازي به پارلمان تحريم کړي. د ټاکنو ځانګړې محکمه يو غير قانوني سازمان دی او که خپل کار ته ادامه وکړي نو موږ به يې په اړه خپله پريکړه اعلان کړو.»

ده همدا راز زياته کړه چي د استازي دغه ډله به هغه وخت د ځانګړي محکمې په هکله يوه پريکړه وکړي چي په سر خلاصي ليک کي د امضا ګانو شمير 200 ته ورسيږي.

د ولسي جرګې غړي له دې څخه انديښنه لري چي د پارلمان د اوړي په روخصتيو کي کيدای سي چي ځانګړې محکمه دوی له کاره کوښه کړي او پر ځای يې نور استازي پارلمان ته واستوي.

ځانګړي محکمې ويلي چي د افغانستان په 33 ولايتونو کي د رايو بيا شميرنه پای ته رسيدلې او دوی به وروسته له هغي د رای د بياشميرني پايلي اعلان کړي چي دغه بهير په کابل کي هم سر ته ورسيږي.

که څه هم د پارلمان رخصتي د جوزا د مياشتي په 15 پيليږي خو د ولسي جرګې غړو ويلي چي دوی د خپلو 15 ورځو روخصتيو څخه تيردي او په دغه وخت کي به د افغان ولسمشر حامد کرزي، د کابينې پاتو اوه وزيرانو ته به د اعتماد راي ورکړي.

دا په داسي حال کي ده چي يو شمير استازي وايي چي د رخصتيو د ځنډولو اصلي لامل د ځانګړې محکمي د پريکړو د اعلان په اړه د ولسي جرګې د غړو انديښني دي.

سعادتي ويلي چي په پارلمان کي د ځانګړي محکمې د کړکيچ د ختمولو له پاره يو کمېسيون جوړ سوی.

د اساسي قانون د تطبيق د ځانګړي کمېسيون پريکړه

په ولسي جرګه کي د ځينو استازو په حواله، د اساسي قانون د تطبيق ځانګړی کمېسيون ويلي چي د ځانکړي محکمې، کارونه او پريکړي غير قانوني دي.

دغه کمېسيون حق لري ترڅو د اساسي قانون پر تطبيق د اختلافونو د پيدا کيدو په صورت کي اساسي قانون تفسير کړی.

قاضي نذير احمد حنفي، د ولسي جرکې د تقنين د کمېسيون ريس وايي چي، ځيني استازي د اساسي قانون د تطبيق ځانګړي کمېسيون ته تللی او په دې هکله يې مرسته غوښتې ده.

حنفي ويلي چي د اساسي قانون د تطبيق د ځانګړي کمېسيون غړو د ملت استازو ته ويلي چي دوی د ټاکنو د ځانکړي محکمې فعاليت غير قانوني بولي او دغه خبري يي پخوا ولسمشر ته کړي.

حسين سيرت/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل